د سولې د وروستۍ هوکړې د لاسلیکولو لپاره حکمتیار کابل ته راځي

کابل ټکی کام ۱۷غویي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي، چې له افغان حکومت سره د سولې د وروستۍ هوکړې د لاسلیکولو لپاره حکمتیار کابل ته راځي.

د راپورونو پر اساس چې حکمتیار به د سولې دغه هوکړه په کابل کې له ولسمشر غني او د سولې عالي شورا له مشر پیر سید احمد ګیلاني سره لاسلیک کړي.

د سولې عالي شورا یو شمېر غړو هم تأیید کړې ده، چې له حزب اسلامي سره یې موافقه نهایي شوې، او ارزومند دي، چې د وروستۍ هوکړې د لاسلیک لپاره به حکمتیار خپله کابل ته راشي.

څو ورځې وړاندې د سولې عالي شورا ویلي وو، چې د حکمتیار له لورې په ۲۵ شرطونو کې یوازې پر ۵ شرطونو هوکړه نه ده شوې، چې هغه د دوی په واک کې نه، بلکې د ولسمشر په واک کې دي.

یو شمېر خلک وايي، چې د افغان حکومت سره د حکمتیار سوله به طالبان دې ته وهڅوي، تر څو د سولې خبرو کې ګډون وکړي.

مګر د هېواد سیاسي کارپوهان وایي، طالبان دا مهال د هېواد په ډېری برخه واکمن دي، او غواړي چې پر خپلو مټو خپل نظام حاکم کړي، د سولې خبرو ته هېڅ حاجت نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button