طالبان: هلمند کې زندان د دوی نه، بلکې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو درملتون وو

کابل ټکی کام ۱۷غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د طالبانو له لورې کابل ټکي کام ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د دفاع وزارت هغه ادعا په کلکه سره رد شوې ده، چې ګواکي د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې یې د طالبانو زندان مات کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، دغه زندان د دوی نه، بلکې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو درملتون وو.

طالبانو ویلي دي، په دغه زندان کې تر ۳۰ پورې معتادین تر درملنې او تربیې لاندې وو.

خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوی سره د کابل ادارې اړوند کسان په داسې محفوظو ځایونو کې دي، چې پرې چاپه وهل دومره اسانه کار نه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، دغه زندان د دوی د درو کسانو له خوا ساتل کېدو.

«له مجاهدینو سره د کابل ادارې اړوند بندیان په محفوظ ځای کې ساتل کیږي چې هلته چاپه وهل آسانه خبره نده، دښمن په ناسم ډول ادعاکړې چي ګواکي دوی خپل بندیان خلاص کړي، ددښمن دا ادعا موږ په کلکه ردوو دوی یوازي هغه څوتنه کم شمیر په هیرئینو معتاد کسان له خپل ځای څخه را ایستلي چې صرف ۳ تنو ساتونکو یې ساتنه کوله، هغه هم اکثره ورڅخه دشپې په تیاره کي تښتیدلي دي.»

باید ووایو، دفاع وزارت نن ادعا وکړه، چې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یو زندان برید ترسره کړ، چې د زندان د ماتونې تر څنګ یې ۶۰ بندیان ازاد کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button