د کندز امام صاحب اولسوالی فتحه کیدونکی ده
د کندز امام صاحب اولسوالی فتحه کیدونکی ده
دکندز ولایت دامام صاحب اولسوالی دفتحی په حال کی ده چې د څلورو خواونه د طالبانو لخوا محاصره او د اولسوالۍ ساتونکي عسکر دتیښتي په حال کې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته وویل : طالبانو د قلندر په سیمه کې دوه نظامي بیسونه او ګڼي پوستی فتحه کړیدي او په نیول شوی ځاینو کې یې 225 عرادي ټانکونه ، رینجر او سپکې او درنې وسلې نیول شوي دي.
همدا راز هغه وویل : د کندز په بالا حصار کې طالبانو 50 عسکر ژوندی نیولی او هم ئې د نیولو شویو عسکر څخه وسلې او مهمات ترلاسه کړیدي.
د امام صاحب د اولسوالۍ د نیولې په اړه به نور جزئیات وروسته په لیکه شي.



