ننګرهار کې ۲۳ داعشیان وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت امنیتي مسئولین وایي، چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ داعشیان وژل شوي دي.
د ننګرهار د پولیسو د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه ولایت په کوټ او نازیانو ولسوالیو کې د بې پيلوټه الوتکې په بریدونو کې داعش وسله وال په نښه شوي دی.
د دغه ولایت د نازیانو ولسوالۍ په سپينې ژۍ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش ډلې د یوه قومندان په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
همدا راز د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې هم د بې پیلوټه الوتکې برید کې ۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ ولسمشر غني په یوه غونډه کې پر دې تأکید وکړ، چې په راتلونکو اونیو کې په ننګرهار کې د داعش ډلې جرړه وباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button