کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له بلخ ولایت څخه ورکړل شوي خبرونه وايي، چې یوه ځوان د خپل کاکا درې ځامن د ارۍ په مټ وژلي دي.
دغه پېښه د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، دغه ځوان د ځمکې د وېشلو پر سر د دعوې له کبله دا ډول اقدام کړی دی.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیر جان دراني وایي، چې تورن کس د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
دغه ځوان چې فهیم نومیږي، د د دهدادی ولسوالۍ د قلعه چل سیمې اوسېدونکی دی.
نوموړي د خپل کاکا شپږ کلن، اووه کلن او ۱۵ کلن ځامن د ارۍ په مټ وژلي دی.
د بلخ پولیس وايي، د فهیم قضیه تر پلټنو لاندې ده، او ډېر ژر به روښانه شي.
















