فرانسه کې پر کلیسا برید شوی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۵ زرغون خوږیاڼی

د فرانسې د نورماندي په ښار کې دوه تنه، چې  په چړو سمبال وه په یوې کلیسا کې  ګڼ شمیر کسان  یرغمل نیولي وو، چې د کلیسا مشر کشیش(راهب) څخه یې سر غوڅ کړی او یرغمل کوونکي هم د پولیسو لخوا ووژل شول.

یاد برید د سیمې پر وخت نن  سهار ۸ بجې او ۴۵ دقیقې  د«سنت ایتیني دو روري کلیسا»  باندې ترسره شوی دی.

د پېښې عیني شاهد یو تن راهب وايي: بریدګر دوه تنه ول، مخونه یې په تور نقاب پټ ول او له چړو سره یې په کلیسا کې دوه تنه راهبان او څلور کسان نور یرغمل کړل.

د فرانسې خبري آژانس ویلي دي، چې په دغه پیښه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی. په خبرونو کې راغلي دي، چې وژل شوی کس د همدې کلیسا کشیش وو، دا هم ویل شوي، چې د دغه کشیش غاړه پرې شوې ده.

سرچینې روښانه کړې ده چې دغو دوو سړیانو په «سنت ایتیني دو روري کلیسا» کې د څلورو او شپږو تر منځ کسان برمته نیولي وو.

د پیښې نه وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیس سیمې ته راورسیدل او سیمه یې د محاصرې لاندې ونیوله.

د فرانسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  پولیسو د یرغمل شوو کسانو  د ژغورنې په خاطر ځانګړي عملیات ترسره کړل. ویل کیږي د عملیاتو په لړ کې  دواړه برید کوونکي وژل شوي دي .

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  برید کوونکو .

بلخوا میټرونیوز رسنۍ لیکلي: « تر دې دمه پولیسو د بریدګرو په اړه کره معلومات نه دې تر لاسه کړي او دا هم لا څرګنده نه ده چې بریدګر د پولیسو په لاس کې دی او که د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي.»

په فرانسه کې تر وروستیو بریدونو وروسته، اضطراري حالت اعلان شوی دی

مربوطه مطالب

Back to top button