زمونږ په څیر د بل په در شۍ!

 کامران افغان

 له هغه راهیسې چې د تورخم د دروازې په سر د افغانستان او پاکستان تر منځ نښته رامنځ ته شوه په پاکستان کې خصوصا په پیښور کې د پولیسو تجارت د مهاجرو په سر ښه په مخ روان دی، کارت او بې کارته نه دی معلوم، چې څوک په مخ ورغله هر مهاجر کم تر کم یو زرګون دی، ځینې خو بیا ان پنځه  او لس زره روپی هم جوړوي.

 څو ورځې وړاندې د پیښور په بورډ بازار کې ماښام روان وم، چې یو کس راباندې غږ وکړو چیرته ځې! حیران شوم دا څنګه پوښتنه ده، خو ورته ومې ویل:

ـ وړاندې ځم

ـ ویل یې: هاخوا مه ځه د پولیسو ډاټسن ولاړه ده

 ـ ویل مې کارت لرم

په جواب کې یې راته وویل: کارت او بې کارته نه ګوري وروره هاخوا مه ځه ماهم د خپل ځان د عزت په خاطر لاره بدله کړه او د پولیسو د ډاټسنې طرف مې پریښودلو.

ډیری مهاجر که کارت ولري یا پاسپورت هم ولري د پولیسو چای پاڼي به ضرور ورکوي، که کارت ونلري دا خو سم طلایي چرګ دی بیا یې چې څه خوښه وي هغه پرې کوي.

پاکستان د افغان مهاجرو واقعا، چې یو څه میلمستیا وکړه خو دا چې په دې وروستیو کې یې د افغانانو په ځورولو لاس پورې کړی دپاکستان لپاره هم زیات زیانونه لري.

تیره ورځ یو هغه افغان چې کارت یې هم درلودلو خپله کیسه داسې راته وکړله.

د پیښور د پېردوس په څلور لارې ولاړ وم، چې د پولیسو موبایل په نوم موټر راغلو راته ودریدلو ویل یې موبایل ته پورته شه!

 ورته ومې ویل: کارت لرم

 یو پولیس وویل: کارت دې راکړه

 نو کارت مې ورکړو سمدستي یې جیب ته کړو ویل یې که دوه زره روپی راکوې ښه ده کنه ګاډي ته خیژه!

 ـ ورته مې وویل: کارت مې راکړه

 ـ ویل یې کارت دې چیرې دی؟ که بیا دې کارت وغوښتلو خیر دې نشته!

 دا چې په جیب کې مې یو پنځه سویز او څه میده روپیو نه زیاتې نورې نه درلودلې، نو پولیس ته مې په ډیر عذر او زاریو سره پنځه سویز ونیولو او ورته ویل مې نورې راسره نشته همدا روپۍ لرم دا واخله کارت مې راکړه، تر یو دوه واره او يو پنځه سویز وروسته مې کارت واخیست او واپس د کور په لور رهي شوم.

زړه مې ودردیدلو او په سوي زړه مې وویل: زمونږ په څیر د بل په در شۍ! چې د مهاجرت د ژوند خوند وڅکۍ او د افغانانو په درد ودردیږۍ.

دا یو افغان نه دی، چې له داسې ستونزو سره مخ کیږي، دا د هر مهاجر کیسه ده، نن هرمهاجر د پیښور د پولیسو له لاسه یوه ترخه خاطره ضرور لري، یو درد یې په زړه کې شته ان تر دې چې زنانه ورسره وي سړی ترې بوزي زنانه بې سر پرسته په لاره کې پاتې وي.

له چورتونو وروسته همدا یوه لار راسره پاتې وه، چې د خدای جل جلاله په دربار کې مې لاس اوچت کړ او ومې ویل: زمونږ په څېر د بل په در شۍ!!!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button