د ترکيې دوه جنرالان، چې په افغانستان کې یې پوځي دنده درلوده، د کودتا په تور په دوبۍ کې ونیول شول

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۵ زرغون خوږیاڼی

د ترکیې دوه جنرالان، چې پوځي دنده یې په افغانستان کې وه، د ترکیې د وروستۍ کودتا په تړاو ونیول شول.

د ترکي سي این این تلویزیون نن وویل، چې دا دوه جنرالان د دغه هیواد د ناکامې کودتا په تور د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي دي.

په راپورونو کې راغلي، چې دا دوه جنرالان د ترکيې او متحده عربي اماراتو د استخباراتي همکاریو په نتیجه کې نیول شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ترکي سي این تلویزیون د راپور پر اساس وویل، دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت تر قوماندې لاندې د ترک ځواکونو قوماندان جنرال جاهد باقر او برید جنرال شنر توپوج د دوبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوي دي.

برید جنرال توپوچ په افغانستان کې د مرستو او پوځي روزنو څارونکی بلل شوی دی.

د راپور له مخې، دا دوه جنرالان له نیول کېدو وروسته انقرې ته بېول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button