د هلمند ولايتي شورا: که دولت تازه دمي عسکر او مهمات هلمند ته ونه ليږي، لښکرګاه به د طالبانو لاس ته ولويږي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۴ ) الماس خدرخېل
د هلمند ولايتي شورا له دولته غوښتي، چې په هلمند کې د طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي، دوی وويل چې وسلوال طالبان د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په نږدې اطرافي سيمو کې ځای پر ځای شوي او په راتلونکي کې د حملې پلان لري، د دې امکان شته چې په نږدې راتلونکي کې دغه ښار د سقوط سره مخ شي.
دوی ګواښ وکړ، که دولت ورته تازه دمي عسکر او مهمات ور ونه لېږي، نو طالبان به د دې ولايت مرکز لښکرګاه ونيسي.
د هلمند ولايتي شورا رئيس محمد کريم اتل د دولتي پلاوي سره په خبرو کې وويل، چې د حکومت له لوري د دا ډول تشريفاتي پلاويو هلمند ته رالېږل د هلمند ولس ته د منلو وړ نه دي.
هغه همدارنګه په حکومت غږ وکړ، هغه امنيتي چارواکي دي له خپلو دندو ګوښه کړي، چې په ورکړل شوې دنده کې غفلت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ طالبانو د هلمند خانشين ولسوالۍ باندې پرلپسې بريدونه وکړل او دغه ولسوالۍ يې د امنيتي ځواکونو ونيوله.
ويل کېږي چې د هلمند پنځه ولسوالۍ د طالبانو سره دي او پاتې نورو کې يې جګړه روانه ده، چې د ولایت مرکز ته نژدې شوي دي.



