رسنۍ وپېژنئ!

کابل ټکی کام/ لیکنه :د خړې حجرې خړ طالب
د زمکې پر مخ چې د انسانانو گذاره ده، دا یوه انساني ټولنه بلل کيږي. دا نوم ټولو ته وراغوستل شوی، بیا همدا ټولنه په دوو نوعو ویشل شوې؛ اسلامي ټولنه او کفري ټولنه: په انساني ټولنه کې دغه وېش د آدم علی نبینا و علیه السلام د زوی په عمل منځ ته راغی، خدای پاک چې زمکه پیدا کړه، د زمکې واگې یې انسان ته وسپارلې. د انسانیت پلار آدم علیه السلام یې د ځان خلیفه تعین کړ. د زمکې پر مخ د ژوند نقشه یې ورکړه، د الهي حکم او نظام پر داعیه یې ولمانځل او د انسانیت آغاز وشو، خو د وخت په تېرېدو د آدم علیه السلام د باغي زوی د عمل په وجه چې د زمکې پر مخ د فساد او قتل نوښتگر دی، دا ټولنه دوه ټوکه شوه، دوه فکره شوه، او دوه داعیې رامنځ ته شوې. د رحمان د مدرسې او د شیطان د مکتب دوې نقشې راووتلې، او د زمکې پر مخ د ژوند دوې طریقې او دوې داعیې پیل شوې؛ فساد او اصلاح، د خدایي حکم څخه لاندې ژوند او د خدایي حدودو څخه بهر د بغاوت ژوند . . .بالآخره نړۍ په دوه قطبونو، کفر او اسلام وویشل شوه او یو عظیم کشمکش رامنځ ته شو.
الله ج چې د زمکې او انسان دواړو خالق دی، د زمکې پر مخ د ژوند کولو لپاره یې خپل قانون راولیږل، انسان ته یې د خپل دین مطابق د ژوند تېرولو امر وکړ، پدې سلسله کې یې 124000 کم او زیات پیغمبران راولیږه او ټول یې په دې مبعوث کړل چې خلک زما دین ته راوبولي، دا سلسله د آدمه تر دې دمه را روانه ده کله چې د پیغمبرۍ سلسله په آخرالزمان نبي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پای ته ورسېده، دا کار د امت علماوو ته وسپارل شو. 1400 کاله وشول چې د امت علماوو د رسالت پر داعیه په پوره اخلاص او فداکارۍ سره کار کړی او تر ننه هماغه سلسله شروع ده.
نړۍ چې پر دوه قطبونو وېشل شوې وه، دا تقسیم 15 کاله مخکې هغه وخت بیا راتازه شو، چې کله د شیطاني مکتب او کلیسا شاگرد بُش او د الهي او نبوي مدرسې شاگرد لوی ملاصاب مبارک د زمکې پر مخ د ژوند کولو پر طریقه سره وران شول. ملاصاب مبارک د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او خدای تعالی طریقه عملي کوله. بُش د کلیسا او شیطان طریقه کارول غوښتل آن تر دې چې بُش اعلان وکړ (نړۍ به یا زما سره دریږي) یا د هغه په اصطلاح له (تروریزم سره).
که ستاسو په یاد وي د بُش د همدې اعلان سره همزمان د کلیسا یو پاپ زموږ او تاسو خوږ نبي صلی الله علیه وسلم (العیاذ بالله) په لوی تروریست سره یاد کړ.
بس دغه تقسیم د سره تازه شو، او مقابله شروع شوه، بُش په مادیاتو متکي او لوی ملاصاب مبارک په معنویاتو باوري او پر خپل رب صادقانه او پوره متوکل و، کشمکش شروع شو ټولې نړۍ د مادیاتو غلامي اختیار کړه ټوله کفري نړۍ او تش په نام اسلامي نړۍ د دجال بُش سره ودریده، د اسلامي او کفري نړۍ ټول امکانات د بُش له خوا اغوا او د اسلامي امارت پر ضد استعمال شول ټول انساني حقوق تر پښو لاندې شول، تش په نام بین الملل یا د لوی ملاصاب په خبره (بین ا لامریکا) تش په نام د امنیت شوری، تش په نام د بشر د حقوقو اداره، بل او بل… آن تردې پورې چې رسنۍ د بش لخوا داسې اغوا شوې چې په خوله یې مهر ورته ولگید، د حقیقت د خپراوي پر ځای یې د واقعیت خلاف نشرات شروع کړل رسنۍ چې ډیره سوچه دنده ده او د نامه تقاضا یې داده چې څه وویني، هغه کټ مټ نشر کړي. حقیقت ښکاره کړي، خو برعکس یا د ډالرو په زور یا د فکري اغوا په وجه دا پاکه دنده اوسنیو رسنیو والا بدنامه کړه، تل یې د لمر څخه انکار کړی په خپلو اصولو ورختلي، آن تر دې پورې چې په افغانستان کې د دجالي او دیموکرات نظام واگې رسنیو ورټینگې کړي، که رسنۍ یوه هفته رښتیا ووایي، نو ضرور به یې وار پار خطا شي او سیاسي نقشه به تغیر وخوري.
اوس پوښتنه داده چې له چا سړۍ گیله وکړي؟
له رسنیو، که له حقیقت پا لانو، د ریښتینولۍ او صداقت له پرښتو، او که له اسلامی امارت څخه دا ګیله وکړو؟
زما خو له رسنیو گیله نکیږي، له دا نورو مې گیله شته ده، دا ځکه چې له رسنیو گیله کول، ناپوهي ده، هلته مو ورسره جنگ دی، هلته بیا گیله ترې کوو. که څوک له رسنیو گیله کوي، نو بیا دې له اربکیانو، ملي پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت، سپیشل فورس او ټولو څخه گیله وشي، ځکه د دوی په نظامي ډگر کې راسره جنگ دی او د رسنیو په مطبوعاتي او تبلیغاتي ډګر کې راسره جنگ دی. له خپل دښمنه څوک باید گیله ونکړي زه خو پخپله نه (بین الملل) ته بین الملل وایم او نه د (امنیت شوری) ته د امنیت شوری وایم، او نه هم د بشر حقوقو سازمان ته په نومول شوي نامه قایل یم زکه دغه ټول کفارو، یهودو، نصاراوو د کلیسا په فرمایش د اسلام دین له منځه وړلو لپاره جوړ کړی او نمایشي نومونه یې ورباندې اېښي دي اوبس. حقیقت او واقعیت ته باید زیر شو او په خبره باید سر خلاص کړو (دوی به خپل کار کوي، موژ به بالا خپل کار کوو).
که څوک له دوی څخه گیله کوي د دې داسی مثال دی لکه سړۍ چې یوه لیوه ته د گیلي په شکل ووایي، (اې لیوه ستا هغه بل ملگرۍ لیوه زما رمه داړي، زما پسونه خوري، ته دې دا خپل انډیوال ته ووایه چې داسې دې نکوي.) نو زه اوس له تاسو څخه پوښتنه کوم چې دا لیوه به دا بل لیوه د رمې له داړلو را منع کړي او که به پخپله د همدې کار مرتکب شي؟ ضرور به ستاسو سر خلاص وي چې لیوه به کوم عمل سر ته رسوي؟ نو له رسنیو گیله همدومره بې ځایه ده.
د رسنیو په باب زما د اسلامي امارت هماغه فیصله خوښه ده کوم چې یې د طلوع او یک تلویزیون په هکله وکړه.



