پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

دوستم يو ځل بيا حکومت وګواښـه 

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 26, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 سرلیکنه

تيره ورځ د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم يو ځل بيا اشرف غني په قوم پالنه تورن کړ ویې ويل: اشرف غني اوعبدالله دواړه په ناسمو سياستونو هيواد د بربادۍ په لورې روان کړی دى.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

دوستم چې په شبرغان کې یې د خپلو ازبک مليشو يوې پراخې غونډې ته وينا کوله په هيواد کې روان وضعيت یې د انديښنې وړ وباله ویې ويل، عبدالله او اشرف غني دې نور ملت نه ځوروي او نه دې د خپلو پلويانو په دندو ګمارلو کې په حکومت کې بې واکي رامنځته کوي .

جنرال دوستم په ښکاره وويل که اشرف غني يواځې خپلو خلکو ته کارکوي او د خپل ولايت لوګر لپاره هر ډول اسانتيا ورکوي او بې له خپلو خلکو یې نورڅوک نه خوښيږي، نو حکومت به تر ډيره ونه پايي .

دوستم په ښکاره وويل، د حکومت د دواړو مشرانو ناسم تصميمونه د دې سبب شوي، چې د چارو واګې تردې زياتو نا اهلو او کمزورو اشخاصو لاس ته ورشي چې بيابه یې هيڅ ډول سمونه، نه کيږي .

د دوستم دې څرګندونو د حکومت يو شمير چارواکي انديښمن کړي دي چې حکومت د څو کسانو لخوا کلابند دى او دا کلابندي به تخر عبدالله او اشرف غني دواړو ته په تاوان تمامه شي .

د حکومت په منځ کې د دوستم سره د عبدالله او اشرف غني  ناباوري دا راپه ګوته کوي چې  د دواړو خواو ناباوري اوج ته رسيدلې ده او د شپږو مياشتو په تيريدو سره راولاړه شوې نا باوري تراوسه له منځه نه ده تللې.

راپورونه وايي ،چې دوستم له غورماچ څخه د اعتراض په توګه په شاتګ کړی دى چې د هغه مليشو سره د دفاع ورزارت مرسته نه کوي او د جګړې ټول تاوانونه دوستم په خپل سر ګالي.

د دوستم تير تاريخ ته په کتوسره شناندي په دې نظر دي، چې که دوستم د حکومت پر خلاف يوځل په چپه واوخت نو بيا یې سمول ګران دي؛ خو د دوستم لپاره تر اوسه داسې څوک په لاس نه دي ورغلي چې د حکومت د نسکورولو وروسته ورسره د واکمنۍ نورې چارې سمبالې کړي، ځکه خو دوستم اشرف غني ته له صبره کاراخلي.

د کمونستي نظام وروستۍ سلګۍ وې، که ډاکټر نجيب هرڅو کوښښ کاوه خو نور کمونستي نظام د پاتې کيدو نه و چې دوستم هم ورسره مخالف شو په درې ورځو کې یې د ډاکټرنجيب  حکومت نسکور کړ.

داسې نظرونه شته که دوستم د حکمتيار نمايندګانو سره وکتل شايد د اوږدوليدنو او مشورو وروسته يو توافق ته ورسيږي، چې که هروخت دوستم په موجوده اداره کودتاکوي نو د حکومت د نورو چارو سمبالوونکي به یې کودتا د کاميابۍ ترحده ورسوي، ځکه دوستم او حکمتيار د زرګونو افغانانو د مرګ ژوبلې او جنګونو وروسته خپلوکې سره ائتلاف کړى و، چې شايد يو ځل بياهغه د قدرت ائتلاف له سره شي.

د دوستم دا نيوکه چې په ولايتونو کې قوماندانان د هغه سره سم چلند نه کوي بايد د هغه د خوښې وړ کسان د جګړې قوماندانان وټاکل شي او دا د ځان لپاره حق بولي، که د دوستم  غوښتنې ومنل شوې نو بيا کولای شي د خپلو مليشو ترڅنګ د دفاع وزارت پر قوماندانانو هم د کودتا پرمهال امر وکړي او ټول قوت په خپله خوا راوڅرخوي.

که د دوستم څخه د اشرف غني اوعبد الله دا ډول انديښنه نه وای نو د جګړې په لومړي خط کې تر دوستمه بل ښه قوماندان نه ليدل کيږي؛ خو اشرف غني او عبدالله نه دوستم يو خواته کولای شي او نه یې ځانته رانږدي کول د ځان لپاره په ګټه بولي.

مخکینې مطلب

روسيې د نړۍ ترټولو قوي پرمختللې اټومي وسلې (ساتان) خبر ورکړو

بل مطلب

ټیپو سلطان شهید (دوه ویشتمه برخه)

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com