په تير پسې…..
ددې نه علاوه د شاهي توپخانې سرجن جان موډي په خپل یو بیان کې ویلې وو:«د وژل شویو ښځو او کوچنیانو شمیره یواځې شپږ کسان وو» د دغو متضادو بیانونو څخه دا ډاګیزه کیږي چې انګریزانو د کلا په عوامو، ښځو، کوچنیانو او زړو باندې چې هرڅه کړي هغه کم دي، د انګلیسي حکمرانانو او د هغوې د لښکرو داستانونه دومره وحشیانه او ویرونکي دي چې د تصور څخه یې د انسان ویښته را زیږه کیږي.
سلطان ټیپو ته د انګریزانو د ظلم او تیري ټولې قصې یو په یو ور رسیدلې، او په اوریدو یې د هغه د غضب درجه نوره هم زیاتیده. بالاخره یې د صبر کاسه ډکه شوه او د زمري په څیر په غرهار او درزهار د «بدنور» میدان ته ورسید، د انګریزانو ځواکونه هم د هغه په مقابل کې په لیکو کې منظم شول. په همدې وخت کې سلطان د یوه جنګي چال څخه کار واخست.
هغه انګریزانو ته فریب ورکړ او د هغوی تر شا یې ځان ورساوه، هغه غوښتل د همغه لوري پرې حمله وکړي، خو پدې وخت کې انګریزانو ته د هغه دا حرکت ډاګیزه شو چې سلطان د شا له اړخه په هغوی حمله کونکی دی، جنرال میتهوز سمدلاسه خپل فوځونه بیرته کلا ته ستانه کړل اوهملته یې ځان کلابند کړ. سلطان ټیپو هم مخته راغی او د انګریزانو عسکر یې هملته کلابند او په هغوی یې د خپلې توپخانې ګولۍ ور و ورولې.
ویل کیږي چې هلته د کلا د دیوال ترڅنګ یو ستر کوهي وو، چې د کلا د خلکو او عسکرو د اوبو د څښلو یواځنۍ سرچینه وه، د بله اړخه د سلطان د ځواکونو له لوري په کلا باندې شپه او ورځ د توپ ګولۍ وریدلې.
د دې ګولیو د ورولو په پایلو کې د کلا د دیوال هغه برخه چې کوهی یې تر څنګ وو راپریوت او کوهی بند شو. د کوهي د بندیدو سره سم دهرې لورې د اوبو د نشتوالي له امله خلکو چغې او فریادونه پیل کړل.
د کلا نه بیرون یو تالاب وو، انګریزي ځواکونه د تندې څخه بې هوشه شوي وو، یوه شپه هغوی د کلا د دیوال د لویدلې برخې څخه را بیرون شول او د اوبو څخه یې لوښي ډک کړل او بیرته یې یوړل. د زیاتې تیارې په واسطه سلطاني لښکرو په لمړۍ شپه هغوی ونه شو کتلای، خو بله شپه سلطاني لښکر په دې اړه متوجه شو، کله چې په بله شپه بیا انګریز لښکرې د اوبو د لوښو د ډکولو لپاره د کلا د دیوال څخه راووتل او په لویو لویو ډرمونو او بیلرونو کې یې د اوبو د ډکولو کار پیل کړ نو سلطاني لښکر چې هغوی ته په تاک کې ناست وو، د حملې لاندې راغلل.
د اوبو وړونکو انګریزانو شمیره د درې زرو شاو خوا کې وه، هغوی غوښتل چې مقابله وکړي خو د لږې مقابلې وروسته یې ځواک له لاسه ورکړ او بیرته د کلا په لور وتښتیدل. پدې تیښته کې هغوی په خپله په سلګونو خپل ملګري تر پښو لاندې کړل، هغوی چې خوندي پاته شوي وو، د سلطاني لښکر د ګولیو د باران لاندې راغلل. پایلې یې دا شوې چې د بیرون راوتولو ځواکونو ګڼ شمیر له مینځه ولاړل او ډیره لږه شمیره یې بیرته کلا ته په تیښته بریالي شول.
د اوبو د نشتوالي په اساس د کلا د خلکو حالات ورځ په ورځ خرابیدل. د هغوی سره د وسلې د تسلیموو پرته بله لاره هم نه وه. په همدې خاطر جنرال میتهوز د کلا د نائب محمدعلي په واسطه د سولي د خبرو کولو وړاندیز وکړ.
جنرل میتهوز د خپله اړخه دغه لاندې شرایط و لیکل او سلطان ته یې را ولیږل. او سلطان ته یې دا ډاډ ورکړ چې که چیرې سلطان دا شرایط ومني نو کلا او ښار به ورته په خپله تسلیم کړي.
نور بیا …………..


















