د ننګرهار والي ګلاب منګل د بریښنا ریاست کار کوونکي ډبولي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د ننګرهار والي ګلاب منګل ددغه ولایت د بريښنا ریاست د کارکوونکو سپکاوی کړی او هغوی یې وهلي ډبولي دي.

د ولایت له مقام څخه یوې امنیتي سرچینې کابل ټکی کام ته وویل، چې ګلاب منګل د بریښنا رئیس وحیدالله پوپلزی او د ریاست نور کارکوونکي تر وهلو ډبولو وروسته د خپلو شخصي ساتونکو په توسط رینجر موټرو ته اچولي او له ځانه سره یې نامعلوم لوري ته وړي دي.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار د بریښنا ریاست خبر خپور کړ، چې په دغه ولایت کې لوړپوړي دولتي چارواکي او دولتي ادارې د بریښنا ریاست پوروړي دي او نه غواړي خپله پور ادا کړي چې نږدې په میلیونونو افغانۍ کیږي.

د بریښنا رئیس ډاکټر وحیدالله پوپلزي ويلي وو، چې په دغه پوروړو کې د ولسي جرګی غړی ظاهر قدیر، د ښار والۍ، حج اوقافو، پوهنې، اطالاعاتو فرهنګ، د اوبو رسولو، مخابراتو، ټولګټو پروژو، محکمې، د کار او ټولنیزو چارو او د کانال ریاستونه، همدارنګه د ولایت مقام، ننګرهار رادیو تلویزیون، د عامې روغتیا روغتون، ننګرهار محبس، د ولایتي شورا ودانۍ، ولایتي شورا ودانۍ، نظامي کمیسیون، امنیه قومندانۍ، سرحدي لواء، ننګرهار پوهنتون او هوايي ډګر، میکانیزم ښوونځی شامل دي، چې په میلیاردونو افغانۍ پوروړي دي؛ خو تر اوسه د بیل تحویل کولو کومه اراده نه لري.

د بریښنا ریاست د ۱۵ ورځو وخت ورکولو وروسته د بیل نه تحویل کولو په صورت کې د ولایت مقام او ځینو نورو ادارو بریښنا قطع کړه، چې ددې ولایت نوي والي ګلاب منګل یې په اړه کلک غبرګون څرګند کړ او د یاد ریاست کارکوونکي یې په غیر قانوني توګه وډبول.

د کابل د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ویلي، چې د ننګرهار د والي ګلاب منګل شخصي ساتونکو ددغه ولایت د بریښنا رئيس وحیدالله پوپلزي په کور چاپه وهلی او نوموړی ته یې سپکاوی کړی، توحیدي د ګلاب منګل دغه کار غیر قانوني ګڼلی او رد کړی دی.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکو له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دې اړه له ګلاب منګل څخه د غیر قانوني کړنو په اړه پلټنه وکړي او یاد والي دې له دندې ګوښه کړي.

تر اوسه پورې ددولت مطبوعاتي سرچینې په دې اړه چوپه خوله دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button