(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۰) زرغون خوږیاڼی
تیره ورځ ماښام مهال د مالي په شمال د غاو په ښار کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر سوله ساتي ځواکونو په یوه موټر چاودنه شوې.
په سیمه کې د صحراء میډیا خبریالانو ویلي، چې په (( غاو )) ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د مرکزي قومندانۍ موټر په ماین وخوت، چې له چاودنې سره سم موټر تخریب شوی دی.
یادې سرچینې تائید کړې، چې دغه زوروره چاودنه په سیمه کې د زیاتو باروتو په وسیله رامنځته شوې، چې په کې موټر تخریب شوی، ددوی په وینا په موټر کې سپرو کسانو ته زیان نه دی رسیدلی.
په سیمه کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونو پيښه تایید کړې؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د راپورونو له مخې د مالي هیواد شمالي سیمه کې بیلا بیلې وسله والې ډلې شتون لري، چې تر ډيره په سیمه کې د ملګرو ملتونو او د فرانسویانو ځواکونه په نښه کوي.
د مالي غاو ښارګوټي کې هوايي ډګر او د تیلو زیرمې شتون لري، چې امنیت یې د خارجي ځواکونو په لاس کې دی.
تر اوسه کومې ډلې د یادې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.


















