له المانه راویستل شوي ۳۴ افغانان کابل ته راورسیدل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۶) زرغون خوږیاڼی
تیره ورځ له المان هیواد نه راویستل شوي ۳۴ افغانان د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شول.
راویستل شویو کسانو شکایت کاوه چې په جرمني کې له بد چلند سره مخ شوي او له یادې پریکړې خواشیني دي، دوی وايي په کلونو کلونو یې په جرمني کې کاروبار کولو چې اوس یې په زور راوویستلو او د یو ناڅرګند راتلونکي سره مخ یو.
دوی وايي، د جرمني هیواد دومره وخت رانکړ چې خپلې جامې راواخلو، موبایلونه او لیپټاپ کمپوټرونه هم راځینې پاتې شوي دي.
تیره ورځ د جرمني هیواد اعلان وکړ، چې د هغو افغانانو د ویستلو لړۍ پیل شوې چې دلته یې د قبولیت دوسیې رد شوي دي، ددوی په وینا هره ورځ به ۵۰ تنه افغانان له دې هیواده ویستل کیږي، چې تیره ورځ ترې ۳۴ تنه کابل ته راورسیدل.
ویل کیږي چې په جرمني کې د ۱۲۵۰۰تنو افغانانو دوسیې رد شوي دي، دوی به د افغان ـ جرمني حکومتونو د هغې توفقې له مخې راوویستل شي چې دوه میاشتې وړاندې ددواړو هیوادونو تر منځ لاسلیک شوی و.
په رارسیدلیو کسانو کې یې ځینو په کابل هوايي ډګر کې د خپل هیوادو خاوره مچو کړه او په راتګ بیا خوشحاله ښکاریدل.



