د حلب ویر ته!

ثاقب خپلواک
ها تور لوګي چې د بمبار ګرځي د حلب پر فضا
بیا دبارودو ګرد غبار ګرځي د حلب پر فضا
هلته بیا ویر له ویره زیږي تسلسل د ساندو
چې له ویرونو جوړ ناتار ګرځي د حلب پر فضا
چې یې د بورو میندو لاندی کړی ارمان تر خاورو
هلته چورلکې بیا کتار ګرځي د حلب پر فضا
غیږ کي ماشوم بچی د پلار دی له سلګیو سره
وینو کې تم ارمان ایسار ګرځي د حلب پر فضا
د هرې مور غیږ کې معصوم ماشومان چیغې وهي
چې الوتکې تر سهار ګرځي د حلب پر فضا
چې ځي معصومی ارواګاني د جنت په لورې
هلته بیا ژوند پر اوږو بار ګرځي د حلب پر فضا
بیا ژړوي د حلب ویرنه مو مظلومې خویندې
چې د شهید ورور یې یادګار ګرځي د حلب پر فضا
چې بدرنګۍ غشي کړل ښخ بیا د ښکلا په ټټر
ثاقبه څه ښکلي اسرار ګرځي د حلب پر فضا



