عبدالله: د سولي خنډونه لوړ پوړي چارواکي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۳) صابر خپلواک

د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله پرون د پنجشنبې ورځ په سپیدار ماڼۍ کې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ویلو په مراسمو کې زیاته کړه، د سولې غږ تل د دولت له لوري خپ کیږي او وسله و‌ال مخالفين د دولت په پرتله سولې ته ډېر لېواله دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اوسني حکومت ډېری لوړ پوړي چارواکي سوله نه غواړي د سولې مخالف دي او تل په جگړه فکر کوي.

عبدالله عبدالله همدارنگه زیاته کړه، په روان کال کې د سولې لپاره ډېرې هڅې شوي؛ خو د زیاتو هڅو پر وړاندې د دولت لوړ پوړي چارواکي مانع شوي او سخت مخالفت ښودلی.

 عبدالله عبدالله په نننۍ غونډه کې وويل، چې سوله ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې پوره هلې ځلې کوي خو یو شمېر چارواکي یې مخالف دي.

د ملي یووالي حکومت اجرائيه رییس دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې له دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنگ مخکني وزیر عبدالباري جهاني هم په دې اړه  ورته خبرې کړې وې.

ښاغلي جهاني لیکلي و، چې ولسمشر غني غواړي له مخالفینو سره سوله وکړي؛ خو د ملي امنیت شورا په گډون یې زیات چارواکي مخالفت کوي.

جهاني په خپله لیږلي خط کې لیکلي و، ملي امنیت شورا د هغو کسانو د نیولو گواښ هم کړی و، چې کابل ته د سولې خبرې کولو په موخه د ده په بلنه راغلي وو او دا کوشش کوي چې سوله راولي.

د سولې هڅې په تېر کال کې گړندۍ وې؛ خو په روان کال کې تراوسه پورې نه  دولت او نه هم وسله‌والو طالبانو د کومې ښکاره غونډې خبر ورکړی.

دا لومړی ځل دی، چې د ملي یووالي حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې د سولې خنډونه لوړ پوړي چارواکي دي، غږ د دولت له لوري ردیږي او مخالفین سوله غواړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button