شنونکي: امريکا د ترهګرۍ يو روښانه او قانوني تعريف نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۳) الماس خدرخېل
په داسې حال کې، چې د امريکا متحده ايالاتو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تروریزم په له منځه وړلو باندې تاکيد کوي، خو بل پل شنونکي په دې باور دي چې امريکا لا هم د تروريزم يو روښانه او قانوني تعريف نه لري او دا “ترهګري، تروريزم” نوم د خپلو ګټو لپاره کاروي.
ټرمپ د لوړې په مراسمو کې وويل، چې دا به امريکا د اقتصادي پلوه پياوړې کړي او د تروريز او د اسلامي افراطيت ريښې به وباسي، هغه وويل چې نړۍ به د اسلامي ترهګرۍ په وړاندې يو موټی کړي.
د ټرمپ د څرګندونو په اړه د نظامي چارو کارپوه عتيق الله امرخيل وايي، چې تر دې دمه د تروريزم روښانه او قانوني تعريف لا هم امريکا نه لري.
هغه زياته کړه، (تروريزم يوه داسې پديده ده، چې هر کس يې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، لکه مونږ اسرائيل تروریستان بولو خو امريکا د هغوی جګړه مبارزه بولي).
ښاغلی امرخيل وايي، چې تروریزم بايد يو روښانه تعريف ولري، نه دا چې د هر ملک ګټې په خطر کې وي تروريزم نوم په خپله ګټه استعمال کړي.
په ورته وخت کې، د سياسي چارو شنونکی او په ولسي جرګه کې د خلکو نماینده اسدالله سعادتي وايي، احتمال لري چې په اينده کې افغانستان سره د امريکا حمايت او ملاتړ کم شي، ځکه ټرمپ په خپلو څرګندونو کې وويل، چې امريکا اشتباه کړې چې پيسې او سرمايه يې په نورو ملکونو کې مصرف کړې ده، هغه په ځانګړې توګه افغانستان ياد کړو، چې لا هم د امريکا پيسې مصرفوي.
د نوموړي په باور داسې ښکاري، چې په ائينده کې د افغانستان لپاره د امريکا په سياست کې بدلون راتلونکی دی.



