امريکا وايي، د اوو ډوب شويو سمندري عسکرو مړي يې موندلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۹) الماس خدرخېل

وړمه ورځ د جاپان په سواحلو کې د امریکا متحده ايالتونو يوه جنګي بيړۍ د يوې لويې بار وړونکې تجارتي بيړۍ سره ټکر وکړ، چې له امله يې امريکايي بيړۍ زيانمنه او اووه امريکايي سمندري عسکر په اوبو کې ډوب شول.

د راپورونو له مخې امریکا نن اعلان کړې چې ورک شوي سرتيري يې موندلي دي.

ويل کېږي، دغه سرتيري د بيړۍ د جنګيدو پر مهال ويده و چې جنګيدو سره سم د سختو څپو له امله سمندر ته لويدلي دي.

د امريکا دغې جنګي بيړۍ د سپسيفيک د سيمې د امنيت په موخه د جاپاني سمندري ځواکونو سره په ګډه خپله دنده کوله.

په ياده پېښه کې د اوو امريکايي عسکرو د مړه کيدو په ګډون يو شمير نور ټپيان شول او جنګي بيړۍ ته يې هم دروند زيان واوښت.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button