وسله وال بريد کې د باګرام اډې لس کارکوونکي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۰) الماس خدرخېل

په پروان ولايت کې د پرتې باګرام هوايي اډې دولس تنه کارکوونکو ته په يوه وسله وال بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ياد ولايت د امنيتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي رسنيو ته ويلي، چې دغه کسان تېره شپه له بګرام اډې خپل کور ته پر لاره وه چې د بګرام ولسوالۍ په شاه کا کلي کې د وسله والو له کمين برید سره مخ شول.

نوموړی زياتوي، په بريد کې د بګرام هوايي اډې لس کارکوونکي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

تر اوسه د دې بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

په دې وروستيو کې د کابل په شاوخوا او ښاري سيمو کې د وسله والو طالبانو چيريکې بريدونه ډير شوي، چې وخت ناوخت د افغان حکومت نظامي منسوبين او چارواکو د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.

شاوخوا څلور ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو د لوګر کندهار پر لاره د کابل په دروازه کې په رڼا ورځ د حکومتي عسکرو پسې د تلاشۍ عمليات وکړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button