شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

راځئ چې فکر وکړو …!!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 19, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
8
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter
محمد نذير ذبيح

کله چې مونږ ماشومان وو زمونږ نېکونه او پلرونه په دنیا کې وو هغه اوس چېرته دي؟؟

کله چې زموږ د دورې ماشومان زموږ عمر ته را رسیږې مونږ به هغه وخت چېرته وو؟؟

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

راځئ چې لږ نور فکر وکړو.

کله چې مونږ له دنیا نه سترګې پټې کړو ډېر خلک به مو جنازې ته راشي .. ډېر خلک به وي چې زمونږ په جدایی به خفه وي او محدود خلک به وي چې د زړه له درده به په مونږ پسې اوښکې تویوي…

د جنازې وخت به مو را نېږدې شي ځینې خلک به بیا بیا خپل ساعت ته ګوري چې یره وخت پوره دی جنازه ولې نه کیږي؟؟ مانا دا چې زر ورڅخه خلاص شو.

په همدې وخت کې به ځینې خلک وي چې له یو بل سره روغبړ کوي مسکي کیږي به. ځینې به په همدې وخت کې له یو بل نه د هغه د کار بار او تجارت او وظیفې پوښتنه هم کوي. مونږ به د جنازې په کټ پراته وو او سختې مرحلې به مو په مخه کې وي خو په خوا کې خلک به مو له یو بل سره خبرې کوي هغه کسان چې ډېر وخت یې نه وو سره لیدلی زمونږ جنازه به یې د لیدلو لپاره یوه بهانه شوې وي.

ډېر خلک به وي چې زمونږ جنازې ته به ددې امله راغلي وي چې زمونږ خپلوان ورڅخه خفه نه شي چې ته زما د ورور یا پلار یا زوی جنازې ته ولې نه وې راغلی.

جنازه به تیاره شي.

جنازه به وشي او یو څه کسان به د زړه په زور دېته تیار شي چې زمونږ د کټ سره قبر ته هم لاړ شي پاتې نور به بهانه جوړه او زمونږ له خپلوانو څخه به د تلو اجازه وغواړي څادر به څنډ وهي او په خپله مخه به روان شي.

یو څه کسان به له مونږ سره لاړ شي مونږ به دفن کړي او خالي کټ او نور سامان به له ځان سره را واخلي ځینې به یې د ستړیا شکایت کوي ، ځینې به زمونږ ځانکدن او مرګ یادوي ، ځینې به زمونږ د خپلوانو غم یادوي چې ډېر غم جن وو.

پدې ورځ به زمونږ یاد ډېر کیږي چې څوک هم چېرته له چا سره مخامخ کیږي چېرته تللی وې؟ نو ورته به ویل کیږي چې یره د فلاني کلي فلانی صاحب په حق رسېدلی وو جنازې ته یې ورغلی وم.

نور به نو خلک بېرته په خپلو کارونو کې مصروف شي څوک به خپل دکان ته ورسیږي ، څوک به خپل دفتر ته لاړ شي او په عادی توګه خپل ژوند به شروع کړي.

په کور کې به څه خلک دردمن وي ، چا ته به خوراک مزه نه ورکوي ، چاته به خوب نه ورځي ، د چا به ژړا نه دریږي ، او چا ته به د بل د ژړا له امله خوب نه ورځي … مشران به کشرانو ته تسلي ورکوي خیر دی دا حال په هرچا راځي فلانی هم مړ شو ، فلانی هم مړشو مونږ ټول مړه کېږو … خو د دردمن زړه اوښکې او سلګې به روانې وي.

په صبا به نوې ورځ راشی او خفګان به دوام کوي خو ژړا ګانې به کمې شي او د ډېرو کمو کسانو په زړه به درد وي خو کله چې څوک پوښتنې ته راځي نو یو څو دقیقې به د غم خاموشي وي بیا به هرڅوک د خپل خوا کې ناست کس سره خپل مجلس شروع کړي البته ما او تا به هم یاد کړي خو ډېر کم.

دعا کوونکي به هم ختم شي صرف د کور نېږدې خلک ، که صالح اولاد پاتې وو د هغوی په دعا کې به زمونږ نوم پاتې وي دا وخت به تېر شي یو څه وخت وروسته به بل نسل ځوانان شي ستا نه پاتې ماشومان به ځوانان شي ودونه به وکوي په واده کې به یې خوشحالیانې وي خلک به داسې تازه وي چې ستا غم به چاته بالکل یاد هم نه وي او پدې توګه به مونږ د یاد له مخې بالکل محو شو…

او یو وخت به راشي چې صرف هغه وخت به یادیږو چې څوک هدیرې ته د کوم بل مرحوم د خښولو لپاره راځي نو وایی به چې دا د فلاني صاحب قبر دی.

دا وخت به هم تېر شي یو وخت به راشي چې هدیرې ته څوک راځي نوزمونږ قبر ته به لاس نیسي چې دا قبر د چا دی؟ څوک به ورته وایي چې یره نه یې پېژنم کوم زوړ قبر دی.

لکه اوس چې مونږ هدیرې ته ورځو او ډېر داسې قبرونه وینو چې مونږ ته نه وي معلوم چې د چا دی .. په دې هر قبر کې زمونږ
په شان انسانان خښ شوي دي.

هو لوستونکیه همداسې کیږي فکر مه کوه چې که ته مړ شې دا دنیا به په بل مخ واوړي ، بیا به خلک ژوند نه کوي ، بیا به ټول خلک خفه وي. نه، نه ټول خلک به داسې عادي ژوند کوي لکه ته چې هر وخت مړي خښ کړې او بیا هم عادي ژوند کوې.
نو راځئ چې د همدې فکر نه نتیجه واخلو او داسې عملونه وکوو چې که د دنیا خلک مو هېر کړي خو په قبر کې راسره خپل عملونه مل وي او هغه سفر راته اسانه ، ښکلی ، په زړه پورې کړي. د روژې د مبارکې میاشتې مبارکې شپې دي پدې وخت کې چې مونږ یو ځل سبحان الله وایو دا به مونږ ته تر هرڅه زیات په کار راشي .. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي چا چې په ورځ کې ۱۰۰ ځله (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِه) وویل الله (جل جلاله) به د هغه ګناهونه وبښي اګر که د سمندر د ځګ په اندازه وي.

او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: دوې کلمې دي په ژبه باندې سپکې دي ، په تله کې درندې دي الله (جل جلاله) ته ګرانې دي : سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِه سُبْحَانَ اللهِ العَظِيْمِ

مخکینې مطلب

صدقةالفطر ”سرسايه“، ملا ته ولې؟

بل مطلب

وسله وال بريد کې د باګرام اډې لس کارکوونکي وژل شوي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com