(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۰) الماس خدرخېل
د امريکا د سنا جرګې د دفاعي کميټې مشر جان مککېن وايي، چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د برياليتوب لپاره په ستراتيژۍ جوړولو هم نه ده توانېدلې.
نوموړي زياته کړه، چې مونږ په افغانستان کې له ولاړ حالت سره مخ يو، هيڅ تګلاره نشته چې دغه ولاړ حالت پای ته ورسېږي او پکې بريالي شو.
مککېن وايي، په افغانستان کې ګواښونه او حالت نور هم اندېښمن شوی او امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي.
د هغه په وينا، د اوباما د ادارې شپږ مياشتې پوره کېږي، خو لا یې هم د افغانستان لپاره تګلاره نه ده جوړه کړې. موږ دا نه شو منلی. د هغه په خبره که حکومت د بري لپاره د تګلارې په جوړولو کې ناکام شي، کانګرس باید تر دې زیات رول په غاړه واخلي. هغه وويل، موږ د خپلو هغو زړورو ښځو او ځوانانو پوروړي یوو چې په افغانستان کې پوځي خدمت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د دفاع وزير متېس هم يوه اوونۍ وړاندې وويل، چې امريکا په افغان جګړه کې د بري په لور نه ده روانه او ناکامۍ ته ورته حالت لري.
ټرمپ د افغانستان د تګلارې جوړولو واک د امريکا دفاع وزير متېس ته ورکړی او هغه ويلي چې د راتلونکې جولای پورې به د افغانستان او سيمې لپاره د نوې تګلارې د جوړولو اعلان وکړي.

















