اروپایي اتحادیه په یونان کې د پناه غوښتونکو سره مرسته کوي:

اروپایي اتحادیه په یونان کې د پناه غوښتونکو سره مرسته کوي:

اروپایي اتحادیی په یوه بیساري ګام کې منلې ترڅو د یوناني پناه غوښتونکو لپاره کورونه کرایه کړي
دا پروګرام د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له‌خوا اعلان شوی تر څو له هغو ځپل شویو سره اړینه مرسته وکړای شي چې د دې هیواد په ټاپوګانو کې بې سرپناه ژوند تیروي.

اروپایي کمېسیون دبېړنۍ مرستې په توګه ۲۴۵ میلیونه ډالره د کورونو د رانیولو لپاره ځانګړي کړي دي.
اروپایي اتحادیې ځپل شویو ته د نغدو پیسو میاشتني کارتونه هم ورکړي دي.
اتحادیې ویلي چې د یونان په ښارونو او ښارګوټو کې دوویشت زره کورونه او په ټاپوګانو کې شااوخوا ۲۰۰۰ کوره د پناه غوښتونکو لپاره کرایه کوي

ځینې کډوال په یاد هیواد کې په کرایه شویو اپارتمانونو کې ژوند کوي، خو اتحادیې ویلي چې داشمیره به د ۲۰۱۷ کال تر پایه ۳۰ زرو ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې اروپایې اتحادیې له کډوالو سره تر اوسه شاوخوا ۴۰۱ میلون دالره بسپنه کړې ده.
خو کډوال لا هم په بدحال بې سرپناه پراته دي او د ژوند کولو له لمړنیو آسانتیاوو لا هم بې برخې دي.

دغه پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان او عراق دي چې د یونان په ټاپوګانو یا نورو سیمو کې په کمپونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button