اروپایي اتحادیه په یونان کې د پناه غوښتونکو سره مرسته کوي:

اروپایي اتحادیه په یونان کې د پناه غوښتونکو سره مرسته کوي:
اروپایي اتحادیی په یوه بیساري ګام کې منلې ترڅو د یوناني پناه غوښتونکو لپاره کورونه کرایه کړي
دا پروګرام د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ لهخوا اعلان شوی تر څو له هغو ځپل شویو سره اړینه مرسته وکړای شي چې د دې هیواد په ټاپوګانو کې بې سرپناه ژوند تیروي.
اروپایي کمېسیون دبېړنۍ مرستې په توګه ۲۴۵ میلیونه ډالره د کورونو د رانیولو لپاره ځانګړي کړي دي.
اروپایي اتحادیې ځپل شویو ته د نغدو پیسو میاشتني کارتونه هم ورکړي دي.
اتحادیې ویلي چې د یونان په ښارونو او ښارګوټو کې دوویشت زره کورونه او په ټاپوګانو کې شااوخوا ۲۰۰۰ کوره د پناه غوښتونکو لپاره کرایه کوي
ځینې کډوال په یاد هیواد کې په کرایه شویو اپارتمانونو کې ژوند کوي، خو اتحادیې ویلي چې داشمیره به د ۲۰۱۷ کال تر پایه ۳۰ زرو ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې اروپایې اتحادیې له کډوالو سره تر اوسه شاوخوا ۴۰۱ میلون دالره بسپنه کړې ده.
خو کډوال لا هم په بدحال بې سرپناه پراته دي او د ژوند کولو له لمړنیو آسانتیاوو لا هم بې برخې دي.
دغه پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان او عراق دي چې د یونان په ټاپوګانو یا نورو سیمو کې په کمپونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.



