بېل ګېټس له دې وروسته د ”نړۍ تر ټولو شتمن“ کس نه دی

د مایکروسافټ شرکت بنسټ ايښودونکی او تر پرونه د نړۍ تر ټولو شتمن کس، بېل ګېټس به له دې وروسته د نړۍ د تر ټولو شتمن کس نه بلل کېږي.
د امریکايي ورځپاڼې، فوربس په خبره، بېل ګېټس له تېرو څلورو کلونو راهیسې پرلپسې د نړۍ تر ټولو شتمن کس نومول کېدی خو اوس د امازون شرکت رئیس جیف بېزوس له نوموړي دا ویاړ اخیستی دی.

د بلومبرګ د خبر له مخې، اوس مهال د بېل ګېټس شتمني شاوخوا ۹۰ میلیارده ده، خو د امازون شرکت د سهامۍ په بیه کې له یو څه زیاتوالي وروسته دا شرکت وتوانېده خپل مشر جیف بېزوس د نړۍ تر ټولو شتمن کس کړي. د چهارشنبې په ورځ د بل ګيټس ټوله شتمني۹۰ میلیارد ډالره وه او د جیف بیزوس شتمني ۸۹ میلیارد ډالره وه. خو په دویمه ورځ د امازون شرکت له برکته د بیزوس په شتمني کې ۱.۴ میلیارد ډالره زیات شول او بیزوس تر ګيټس مخته شو.

جيف بېزوس درې مياشتې وړاندې د نړۍ د دویم شتمن شخص و. بېزوس له تېرو ۳ کلونو راهیسې د نړۍ د شتمنو کسانو په لیست کې په ۶م نمبر و، خو د میلیاردرانو په لیست کې شاوخوا ۲۰ کاله مخکې شامل شوی و.
د جیف بېزوس شرکت، امازون په ۱۹۹۴ز کال کې جوړ شوی و او اوس مهال د امریکا تر څنګ په نورو هېوادونو کې هم په انلاین پیر او پلور کې تر نورو مخته دی. امازون د انټرنېټ کتاب پلورنځي په توګه پېژندل شوی و خو اوس تقریبا هر څیز انلاین خرڅوي.



