د اسراييلي پوځ جنګي چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۷) د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د اسرائيلو يوې جنګي چورلکې سقوط کړی، چې په پايله کې يې پيلوټ وژل شوی او يو بل افسر سخت ټپي دی.

د اسراييلي پوځ مربوط دغې چورلکې د رومان د هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه، چې د نجف په دښته کې نسکوره شوه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

د دغه پېښې له رامنځته کېدو وروسته، حکومت له دغه اډې څخه ټولې الوتنې د لنډې مودې لپاره ځنډولي دي.

تر اوسه د الوتکې د لوېدو علت نه دی څرګند شوی، خو چارواکي وايي د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

د اسراييلو د پوځ چارواکو تر دې دمه د دغه پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button