(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۶ فرید افغان)
د ننګرهار د خرماؤ لوی بڼ چې شاوخوا اته کاله وړاندې د حامد کرزي په دوره کې پرې کار شوی ؤ اوس د حکومت دبې توجهۍ له کبله هیڅ دپام وړ حاصلات نلري.
یاد باغ چې په اته هکټاره ځمکه کې اته کاله وړاندې جوړی شوی مسوولین یې وایي، حکومت ورته تر اوسه لازمه پاملرنه نده کړې نو حاصلات یې هم کم دي.
په یاد شوي بڼ کې د خورما شاوخوا درې زره ونې شتون لري شوي چې سږ کال یې ایله یو ټن حاصل ورکړی دی.
د دې باغ بڼوالو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د خرما په پاللو او د هغه په تربیې هم نه پوهیږي، دولت هم د تریننګ کومه زمینه ورته نده برابره کړې.
یوه باغوان خبریال ته ویلي چې ( دا باغ د کاریګرو تشکیل کې نه لري، مامور او مدیر نه لري، نوي عصر ماشین الات نه لرو، ټرینینګ مونږ ته نه دی برابر شوی، د دې ترڅنګ عمده ستونزه ګرده ده چې مونږ یې نه لرو، وزارت زراعت باید مونږ سره په دې برخه کې کمک وکړي.
د ننګرهار د ولایتي شورا د باغ په اړوند یادې ټولې ستونزې مني او د دولت توجه غواړي.
کارپوهان وایي که د باغ په پاللو کې حکومت رغنده رول ولوبوي او پوره توجه ورته وکړي نو د هیواد ګوټ ګوټ ته به یې حاصلات ورسیږي او دولت به هم ترې لوړ عواید ولري















