(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۷)
شمالي کوريا يوځل بيا امريکا ته ګواښ کړی او ويلي يې دي، که متحده ايالات پر دوی بريد وکړي نو ښه ځواب به يې ورکړي.
دا څرګندونې په فيليپين کې د شمالي کوريا استازي د يوې غونډې پر مهال وکړې او زياته يې کړه، په سيمه کې د روانو شخړو لامل امريکا ده.
د هغه په وينا، شمالي کوريا د توغنديو ازموينې د ځان نه د دفاع په موخه کړي او امريکا دې دا فکر نه کوي چې د لويووچو نه هاخوا به په امن کې پاتې شي.
په ورته وخت کې د شمالي کوريا حکومت په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د امنيت شورا له لوري د لګول شويو ټولو بنديزونو ځواب به ووايي او تر هغې به د خپل اتومي پروګرام پر سر مذاکرات ونه کړي ترڅو چې امريکا د دغه هېواد له دښمنيو ډکو سياستونو څخه لاس نه وي اخيستی.
شمالي کوريا ويلي، که امريکا پر دغه هېواد بريد وکړي، نو داسې ځواب به ورکړي چې اينده کې ورته درس پاتې شي.
پيونګ يانګ د امنيت شورا له لوري پر دوی لګول شوي بنديزونه غندلي او د شمالي کوريا رسمي خبري اژانس له لوري په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، که د دغه هېواد پر وړاندې د امريکا دريځ بدل نه شي نو دوی به د لويو وچو تېرېدونکي لا قوي بالستيک توغندي جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا په شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګول، چې د دغه هېواد اقتصاد يې په نښه کړ.
شمالي کوريا ډېری عايداتي سرچينه له خامو موادو څخه ترلاسه کوي، چې له دې وروسته به چين ته د ډبرو سکرو، کاني ډبرو او نورو خامو موادو پر صادراتو يې هم بنديز ولګېد، ويل کېږي چې پر شمالي کوريا نوي بنديزونه به د دغه هېواد صادرات په سلو کې اويا سلنه راټيټ کړي.
چين او روسيه چې د شمالي کوريا پلوي هېوادونه دي پر دغه هېواد د نويو بنديزونو ملاتړ کړی دی.
تازه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې ډونالډ ټرمپ او د جنوبي کوريا مشرانو په ټيلفوني اړيکه کې سره موافقه کړې، چې د روانې اګست مياشتې په وروستيو کې يوځل بیا ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي.
په عين حال کې جاپان، امريکا او استراليا له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې پر شمالي کوريا فشارونه زيات کړي او دغه هېواد دې له توغنديزو ازموينو او اتومي پروګرام څخه راوګرځوي.
-الماس خدرخېل-

















