تبصره
یو شمېر بهرنۍ رسنۍ چې د افغانستان حالاتو ته ځانګړې شوې دي، هره ورځ په افغاني مشرانو او افغان حکومت تبصري لیکي او چې کله جګړه سړه شي، یا په افغانستان کې د سولې راپیدا کېدو کوم څرک ولیدل شي، بیا د سولې پر خلاف د افغان ولس د ذهنونو د خرابوالي لپاره په تبلیغاتو پیل وکړي.
تېره ورځ واشنګټن پوست لیکلي دي چې په ترکیه کې د دري ګوني جوړ اېتلاف مشران په قتلونو تورن دي. دا اېتلاف چې د افغانستان د نجات په نامه په ترکیه کې جوړ شو، د حکومت لومړي مرستیال رشید دوستم جوړ کړ؛ دوستم چې پخوا یې د ازبک ملېشې مشري پر غاړه درلوده، افغان ولس ترې ښه خاطره نه لري، ځکه چې په افغانستان کې ازبک ملېشه د ګلمجم په نامه هم یاده شوې ده او هم په هر ډول قتلونه کې ککړه ده.
د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرایيه شورا رییس، عطا محمد نور او د اجراییه رییس مرستیال او د وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند رییس، محمد محقق په دې اېتلاف کې د نورو تر څنګ د دوستم دوه ملګري دي.
د جنرال دوستم په شمول د افغانستان د نجات اېتلاف ولسمشر اشرف غني د واک په انحصار تورن کړی دی. دوی وايي: موږ د حکومت پر خلاف هېڅ اراده نه لرو، خو دومره وایو چې ارګ څو کسانو محاصره کړی دی او له دې محاصرې څخه چې ارګ ونه ژغورل شي، د افغان ولس ارزوګانې نه شي پوره کېدلای او نه حکومت په خپله حکومتولۍ کې کامیابي ترلاسه کولای شي.
په ترکیه کې د افغانستان د نجات په نامه د جوړ شوي اېتلاف نږدې دوه میاشتې پوره کېږي چې هره ورځ یې د درې ګونو اېتلافي غړو څخه یو تن پر حکومت او د اشرف غني په یارانو – چې د ارګ محاصره کوونکي یې بولي – نیوکې کوي. غربي رسنیو پرې تر اوسه څه نه لیکل، خو تېره ورځ د اېتلاف یوه غړي عطا محمد نور پر امریکا نیوکه وکړه. ویې ویل: امریکا د اړتیا پر مهال موږ وکارولو، اوس چې واک ترلاسه شو هغه یې د اشرف غني په واک کې ورکړ. واشنګټن پوست د دې نیوکې په غبرګون کې وویل: د نجات افغانستان د اېتلاف غړي په قتلونو تورن دي.
له کومې ورځې چې د افغانستان د نجات په نامه اېتلاف په ترکیه کې جوړ شوی دی، د دې اېتلاف د مشرانو (دوستم، نور او محقق) پر خلاف اشرف غني هم ویناوې پیل کړې دي. څو ورځې دمخه اشرف غني د صنعتګرانو په یوه غونډه کې د افغانستان د نجات اېتلاف انتقادونو ته په اشارې سره وویل: هغه خلک چیغې وهې چې ګټې یې بندې شوې دي.
امریکا هم د نجات افغانستان د اېتلاف په مخالفت تراوسه څه نه ویل. درې ګونی اېتلاف خو چې پر امریکا نیوکه وکړه، ویې ویل: د اړتیا پر مهال یې موږ وکارولو او اوس یې ارګ اشرف غني او د هغه یارانو ته حواله کړ.
دا لومړی ځل دی چې امریکا درې ګوني مشران په قتلونو کې تورن یاد کړل. که حقیقت ته نظر وکړل شي درې ګوني اېتلافي مشران نه، بلکې په حکومت کې دخیل ټول مشران که دمخه په حکومت کې وو او که اوس له حکومت سره یوځای شوي دي، د افغان ولس په قتلونو کې ککړ دي.
موجوده حکومت له درې ډوله اشخاصو جوړ حکومت دی: یو د کمونستي رژیم بقایا، دویم تش په نامه جهادي مشران چې د قدرت پر سر یې ارګ ته د رسېدا لپاره په خپلو کې سره ډغرې وهلي او درېیم د امریکا لخوا راوستل شوي اشخاص چې جوړ کړی حکومت یې ورته وسپاره. د کمونستانو او د قدرت د لېونیانو څو جهادي مشرانو په څېر دوی هم د افغان ولس په وژلو د خپلې واکمنۍ دوام غواړي.
یاد درې ډوله اشخاص چې دا مهال په حکومت کې ځای لري، واشنګټن پوست په قتلونو تورن یاد کړي دي. دا مشران تورن نه دي؛ په قتلونو کې ککړ دي او آن دا چې د افغان ولس د وژلو قومانده د دې اشخاصو په لاس کې وه کوم چې اوس په حکومت کې شامل دي. دوی په افغانستان کې د ټولو تباهیو مسئولین دي. په افغانستان کې د وینې د هر څاڅکي د توېیدو مسئولین دي. دوی نه یواځې دا چې په خپله قومانده یې افغانان وژلي دي، دا اوس چې وژل کېږي د دې وژنو هم مسئول او په کې ککړ دي.

















