لاريون کوونکو د خوست- کابل لاره تړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۵) د پکتيا ولايت سلګونه اوسېدونکو د چارواکو پر ضد لاريون کړی او وايي تر هغو به دوام ورکوي ترڅو يې خپل حقونه نه وي اخيستی.

لاریون کوونکي د پکتيا د والي شميم خان کټوازي او ولايتي چارواکو پرضد شعارونه ورکوي، زياتوي تر هغو به د خوست- کابل لاره تړلي وي، څو پورې يې مرکزي ادارې دغه ستونزه نه وي حل کړي.

تېره ورځ د پکتيا والي شميم کټوازي وويل: د مرکز ګرديز مربوط د بنوزيو په سیمه کې د ښارګوټي پلي کېدو په موخه يې کورونه ړنګ کړي او دولتي ځمکې يې له غصب خلاصې کړي دي.

خو لاریون کوونکي ادعا کوي، چې دغه ځمکې د دوی شخصي دي او والي په ظلم دغه کورونه ړنګ کړي دي.

مظاهره کوونکي وايي، هغه کورونه او ځمکې چې والي يې دولتي ګڼي دوی يې اسناد لري چې د دوی شخصي ځمکې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button