مشرانو جرګې د مخابراتي شبکو له کاروونکو د مالیې اخیستل تائید کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۵ فرید افغان)

وروسته له هغه چې ولسي جرګې په دې بهیر کې د ستر مالي فساد له امله د مخابراتي شبکو له پیریدونکو څخه د ۱۰ سلنې د محصول اخیستلو لغوه اعلان کړل، نن دې لایحې په اړه د مشرانو جرګې غړو رای اچونه وکړه.
د سنا مجلس د رایو په اکثریت سره دا قانون تائید کړ .

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د مالیې وزیر خبرداری ورکړی و چې که یاد قانون لغوه شي حکومت به له سخت مالي کسر سره مخ شي.
د یادونې وړ ده چې په دې بهیر کې د لویې مالي درغلۍ راپورونه ورکړل شوي و.
یوه میاشت وړاندې یوه څیړنیز راپور کې ویل شوي و چې د مخابراتو سرپرست وزیر، د مخابراتي کمپنیو مالکین او یو شمیر حکومتي چارواکو د کریدیت کارت له محصول څخه په سلګونه میلیون دالر شخصي جیبونو ته وهلي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button