هلمند: طالبانو پوسته نیولې- ۱۴ سنګوري پوليس وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ) د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو په دولتي پوستو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې يوه پوسته نيولې او سنګوري پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

وسله والو طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په بېګانۍ جګړه کې په دوو جلا جلا پوستو کې ۱۴ سنګوري اربکيان وژل شوي او يوه پوسته دوی نېولې ده.

طالبان وايي، د وژل شويو سنګوري اربکيانو جسدونه په پوسته کې پاتې شوي، زياتوي په دوهمه پوسته کې شپږ سنګوريان ووژل شول او پاتې نورو له پوستې څخه تېښته وکړه.

دغه بريدونه د ګرشک ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د ترابي هوټل په سيمه کې شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د بريدونو په پايله کې دوه موټر سوځول شوي، ۷ ميله سپکه او درنه وسله طالبانو نيولې ده.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې بريدونه تاييدوي خو د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

په سيمه کې يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، سهار تر ناوخته پورې په پوستو بريدونه روان و، سهار مهال يې پوستې سوځېدلې وې او د سنګوري پوليسو جسدونه پکې پراته و.

سنګوريان په هلمند کې د عبد الجبار قهرمان په وړانديز جوړه شوې ډله ده او په دغه ولايت کې ميشت برتانوي ځواکونه يې ملاتړ کوي.

ويل کېږي، دغه کسانو ځانونه د طالبانو په جامه برابر کړي او د ملارسول له ډلې سره هم نږدې اړيکي لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button