ملګرو ملتونو پاکستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۵) د ملګرو ملتونو ادارې تر نامعلومې نېټې په پاکستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي او خپلو کارکوونکو ته يې سپارښتنه کړې، څو په دغه هېواد کې له رسمي او غير رسمي سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د دغې ادارې له لوري خپلو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې له غير ضروري هوايي او ځمکني سفرونو څخه ډډه وکړي.

ملګري ملتونه وايي، دا چې د پاکستان امنیتي وضعيت په چټکۍ سره د بدلون په لوري روان دی، دوی هم د خپلو کارکوونکو د تحفظ په موخه دغه سپارښتنه کړې ده او د (ملګرو ملتونو ادارې اړوند يو غړی هم بغير له اجازې سفر نه شي کولی).

ملګرو ملتونو ادارې په پاکستان کې خپلودفترونو ته امر کړی، چې د يوې اوونۍ لپاره دې د خوراک-څښاک شيان زېرمه کړي.

زياتوي، د راولپنډۍ، لاهور، فيصل اباد او د پنجاب په زياتو سيمو کې امنيتي وضعيت ښه نه دی، ښايي د دسمبر له اولې نېټې وروسته تاوتريخوالی زيات او د تشدد پېښې رامنځته شي.

له تېرو درې اوونيو راوروسته په پاکستان کې د دتحريک لبيک يا رسول الله د پلويانو له لوري لاريونونه پيل شوي دي.

وړمه ورځ او پرون دغه لاريونونه په تاوتريخوالي بدل شول او په ترڅ کې يې د مظاهره چيانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ اخ وډب رامنځته شو، چې په پايله کې يې  له ۱۵۰ زيات لاريوونوال او لسګونه عسکر ټپيان او د يو پوليس په ګډون ۷ کسان ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button