مشرانو جرګه: دامریکایي ځواکونو خپلسرې بمبارۍ د منلو نه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۶ فرید افغان)

د مشرانو جرګې تیره ورځ د امریکایانو لخوا د وروستیو هوایي بمباریو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او له امریکایانو یې د خپل سرو عملیاتو د توقف غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې غړو وویل؛ د امریکایانو وروستي هوایي بریدونه چې په میدان وردګو او هلمند کې وشول هدف یې یواځې ملکي وګړي و او وسلوالو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وویل چې امریکایان باید په خپلو بریدونو کې له دقت څخه کار واخلي او د ولسي افغانانو ژوند ته دې جدي توجه وکړي.
پر همدې مهال د هلمند دخلکو استازی محمدهاشم الکوزي وویل، چې په هلمند کې په وروستیو هوایي بریدونو کې یواځې ولسي خلک په نښه شوي او د مخدره توکو د فابریکو د ویجاړۍ خبره چې ارګ او امریکایي جنرالان یې کړي، دروغ او له حقیقته لرې ده .

بلخوا د کاپیسا د خلکو استازی محی الدین منصف هم د یادو سناتورانو خبره تائیدوي او زیاتوي چې د امریکایانو د نوې پالیسي ترمخه دا ځواکونه د یوه عادي طالب په خاطر ټول کلی هم بمبار کوي چې دې کار د خلکو په زړونو کې نفرت خپور کړی او خلک یې د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې راپارولي دي.
نوموړي د دې ولایت په ده افغانیه سیمه کې د یوه وحشت یادونه وکړه چې د یوه عادي طالب وسلوال د لمنځه وړلو لپاره په دې سیمه کې لسګونه ماشومان او ښځې په شهادت ورسول شوې حال داچې نوموړی طالب په سیمه کې هم نه و.
په پای کې د مشرانو جرګې غړو وویل چې ړندې هوایي بمبارۍ ورته د منلو نه دي او باید د دې کار مخنیوی وشي.
د بشري حقونو کمېسيون په افغانستان کې له نړيوالو ځواکونو غوښتنه کړې، چې د هوايي بریدونو پر مهال له احتياط نه کار واخلي، څو ولسي خلکو ته زيان ونه رسېږي.
د یادونې وړ ده چې د هلمند د پیښې په تړاو ارګ ویلي و چې نړیوالو ملګرو یې د هیروینو څو کارخانې له منځه وړې دي، او امریکایانو بیا د دې ترڅنګ په دې بمباریو کې د نویو وسلو د ازمویلو او د لویوبمونو د غورځولو خبر هم ورکړی و.
په دې بمباریو کې په نوزاد کې ۱۰ تنه او په دیشو ولسوالۍ کې تر ۴۰ ډیر ولسي وګړي ښځې او ماشومان په شهادت رسیدلي و.
دبشري حقونو کمېسيون راپور زياتوي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۴۸۸۰ تنه ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي، چې له جملې يې ۴۶۶ تنه د هوايي بريدونو قربانيان دي، چې له ډلې یې ۲۰۵ کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپيان دي. دغه اندازه د تېر کال په پرتله ۵۲ فيصده زياته شوې

د امریکا د دفاع وزارت له لوري خپاره شوي معلومات ښيي چې امریکایي الوتکو د روان ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې بیا تراوسه، پر افغانستان ۳۵۵۴ بمونه غورځولي دي
د جرمني خبري اژانس د راپور ترمخه، په افغانستان کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې درۍ چنده زياتوالی راغلی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button