له حکومت ادارو نیولې بیا تر پوهنتونونو پورې د جنسي اړیکو ګرم بازار

راپور تاژ؛ فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۶)
په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون د یوې محصلې د وژنې قیصه د ټولنیزو رسنیو ور آخوا په غونډو بحثونو او د ځینو خبري پروګرامونو توجه ځانته جلب کړې.
د شمیرو تر مخه په ټول هیواد کې ۲۲ دولتي او تر څنګ یې ۸۲ شخصي پوهنتونونه او انستيتوتونه فعال دي چې د نویو څیړنو تر مخه ډیری یې په واسطو او د پیسو په زور محصلانو ته لوړې نومرې ورکوي او ځینې بیا د نورو فاسدو لارو په لټه دي.
وروسته تر هغه چې د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش تور ولګاو چې د جنسي خواهشاتو په مرض اخته کسان له حکومتي اداراتو نیولې بیا د ښوونیزو ادارو تر انګړه غځیدلې ریښې لري د ډیرو هغو خاموشه څیرو چې د دې ډول مشکلاتو سره مخ شوي د غږ پورته کیدلو بهانه جوړه شوه.
د کابل پوهنتون غوڅ اکثریت ښځینه محصلې نجونې شکایت کوي چې د استادانو له خوا په یو نه یو ډول جنسي ازار شوې دي.
د کابل پوهنتون یوه محصله سرایا وایي چې،‹‹ د واسطو، او پیسو په مقابل کې د نمرو ورکولو خبره اوس عادي ښکاري او دومره ګرم بازار هم نه لري اوس تر ډیره د جنسي غریزو وږي استادان په ډاګیزه توګه له ښځینه شاګردانو د دې بد فعلي په بدل کې د نومرو د ورکړې ژمنه کوي››
ښځینه محصلینې وایي چې دوی د ورپیښو ستونزو له امله د استادانو خونو ته د ورتګ پرمهال څوتنه په یو مهال ورځي، خو استادان یې مجبوروي چې باید په یواځې توګه ورسره په دفتر کې وګوري ترڅو یې مشکل حل کړي.
چې تر ډیره په همدې بهانه د دې ناوړه کار ښکار کیږي.
د لعل پورې په نامه یوې محصلې د آزادۍ رادیو خبریال ته ویلي چې
‹‹موږ خبرېدو چې په اکثرو پوهنځيو کې فلاني استاد فلانۍ نجلۍ ناکامه کړه. ولې؟ ورته يې ويل چې راشه زما په اطاق کې ستا سره زما کار دی. په اطاق کې يې ورته غير مستقيم ويلي چې زه له تا جنسي توقع لرم. نجلۍ بيرته په ژړا راوتلې وه. او حتی دا يې هم ورته ويلي وو چې که ته زما غوښتنه پوره نکړې، لاس دې تر ريس جمهوره خلاص، زه دې نه کاميابه کوم. په دې صورت کې د نجلۍ کال حيف کيږي››

د شایستې په نامه یوې بلې محصلې بیا د خپل تریخ داستان قیصه داسې کوي چې په لومړي سمیستر کې ناکامه شوې وه، غوښتل یې ترڅو بیا امتحان ورکړي خو داچې به دخپل استاد خونې ته د نورو نجونو په ملتیا ورتله هغه به ورڅخه په مختلفو پلمو ځان خلاصاو، بلاخره یې ورڅخه د یواځې ورتګ غوښتنه کړې وه چې په ورتلو سره یې نوموړي استاد د خپلې جنسي غریزې د پوره کولو غوښتنه ترې کړې وه.
نوموړې وایي داچې ما خاوند هم درلود هڅه مې وکړه نوموړی پوه کړم چې زه د هغو نجونو څخه نه یم چې خپل ځان د لیلام په توګه کاروي خو نوموړي مجبورولم چې د کامیابیدلو یواځنی شرط همدا دی.
شایسته زیاتوي، زه په چیغو او ژړا د نوموړي له دفتر وتښتیدلم خپلې ټولګیوالې او نور استادان مې راخبر کړل هغوی دا ژمنه راکړه جې زموږ ترمخه به امتحان درڅخه اخلي کله چې نوموړی استاد بیا راغی ماته یې بیا وویل چې په تنهایي کې درڅخه ازموینه اخلم ما بیا په ژړا پیل وکړ تر دې چې ټولګیوالو مې هغه مجبور کړ چې د نورو په مخ کې له ما آزموینه واخلي.
د شایستې په خبره، زه یوه میاشت منتظره شوم. په‌دې موده کې د دوو نورو استادانو له لوري راته هم مزاحمت وشو. بلاخره مې ټول حالت مېړه ته بیان کړ. مېړه مې پولیس و، په قهرېدلي حالت راغی او د پوهنځي له رییس سره لاس‌و‌ګرېوان شو.
بس زه یې هم له زده‌کړو وویستم او راته یې وویل: بهتره به وي چې په کور کې کېنې
د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي د نجونو د ځورولو ستونزه مني او وایي چې هڅه کوي د دې کړنو مخه په یو مخیز ګول ونیسي.
محصلین وایي چې، ځینې استادانو ډلې جوړې کړې چې د چا زور ورباندې نه رسیږي ځکه تر وزیرانو او رئیسانو پورې پخې واسطې لري.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې یوه څیړنیز راپور کې ویل شوي و چې، د افغانستان په ډیری دولتي اداراتو، رسنیزو فعالیتونو او آن په روزنیزو ادارو کې ښځې له مختلفو جنسي ځورونو سره مخ دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button