سیګار: د مخدره توکو د مخنیوي وسایل بیځایه کارول شوې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۱ فرید افغان)
د امریکایی سرپلټونکي جانسپکو ادارې د افغان حکومت او امریکایانو ترمنځ د لسګونو میلونو دالرو په ارزښت اخیستل شویو وسایلو څخه پرده پورته کړې چې په اخیستلو یې مصرف شوې پیسې بیځایه لګول شوي دي.
سیګار ویلي؛ امریکایانو د ۶۲.۶ میلونه دالرو په ارزښت د مخدره او کیمایوي توکو د شنډولو وسایل اخیستي و، چې اوس ترې هیڅ ګټه نه اخلي او ځینې یې د له منځه تلو له ګواښ سره هم مخ دي.
د سیګار د راپور سره سم؛ یاد وسایل د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له خوا په ٢٠٠٦ کال کې اخیستل شوي و، چې تر څو ورځو کارولو وروسته بېرته غیر فعاله شول.
سیګار ویلي، له دې ډول تجهیزاتو پرته د غیرقانوني موادو پلټنه ناشوني دي او ښایي امریکایانو په لوی لاس ترې ګټه اخیستل منع اعلان کړی وي.
یاد تجهیزات امریکایي ځواکونو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د افغانستان سرحدونو ته اخیستي وو.
باید وویل شي چې په افغان حکومت او امریکایانو له لوري د ترسره شوي فسادبیلګې اوس تر هغې کچې رسیدلي چې امریکا ګواښ کړی د دې ادارې فعالیتونه محدود یا هم له یوې مخې دا اداره وتړي.


