جهانه

شاعر : جبیر احمد مشهود
زړونه به یو شی ترې واحد افغانستان به جوړ شی
غوټۍ به ګل شی بیا د هیلو ګلستان به جوړ شی
د وخت په غیږ کی ټول ماشوم نسلونه وپېژنه
دا به زلمی شی ترې میرویس او اکبر خان به جوړ شی
وخته لګ وخت له تانه نور غواړی دې ستر پړاو ته
غلیم به و شړو ترې کور د یو افغان به جوړ شی
وحشت به مات شی د انصاف ډېوه به اوښکی توی کړی
سهار به خاندی ترې زموږ هر پاک ارمان به جوړشی
د شپو لښكر به په درد منو ځنځیرو کی بند شی
بورابه ګرځی پر غوټیو ترې ګلان به جوړشی
ماشوم ماشوم احساس به لمر خواته لمن ونیسی
ښکلا به ووینی سنګر کی ترې یو ځوان به جوړ شی
رقیبه سر دی دومره نه خوږوم ځان دی پوه کړه
تاته دوزخ به شی ترې تاته یو زندان به جوړ شی
دا قام ویده دی اې مشهوده ځکه هېڅ نه وایې
شی به بیداره وخت راغلی ترې طوفان به جوړ شی



