تخار: يو پوليس خپله مېرمن او خواښې وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۱) د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې يو محلي پوليس خپله مېرمن او خواښې وژلي، وروسته نوموړی هم وژل شوی دی.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير وايي، په مغولانو سيمه کې يو سيمه ييز پوليس خپله مېرمن او خواښې په ډزو وژلي دي.

هغه وايي، په دغه محلي پوليس د تېښې پر مهال نورو پوليسو ډزې وکړې، چې ټپي او د تداوۍ لپاره د ولسوالۍ روغتون ته ولېږدول شو، خو په خبره يې چې د وژل شوې مېرمنې ماما چې دی هم سيمه ييز پوليس دی له خپل ټوپک سره روغتون ته ورغلی او قاتل پوليس يې په ډزو وژلی دی.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د وژل شوې مېرمنې ماما ته د روغتون ساتونکو د وسلې سره د ننوتلو اجازه ورکړه او هلته يې قاتل پوليس په ډزو وواژه.

امنيه قوماندان وايي، د پوليس قاتل نيول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

تر اوسه د دغو وژنو علت نه دی څرګند شوی، خو يواځې دا نه، تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د محلي پوليسو له لوري له خپلو کورنيو او نورو ولسي وګړو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د محلي پوليسو په ليکو کې ډيری يې په نشه يي توکو روږدي کسان دي، چې زياتره وخت د دندې پر مهال هم د نشې په حال کې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button