ټرمپ غواړي بيت المقدس د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۲) د ورکړل شويو راپورو پر بنسټ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي، د راتلونکې چهارشنبې په ورځ بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړي.

دغه څرګندونې رويټرز خبري اژانس ته د ټرمپ د ادارې دوو لوړ رتبه چارواکو کړي ويلي يې دي، د امريکا ولسمشر  ښايي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې بيت المقدس د اسراييلو پايتخت اعلان او په رسميت وپېژني.

د چارواکو په وينا، که څه هم امريکا به د اسراييلو پايتخت بيت المقدس اعلان کړي، خو په خبره يې له تل ابيب څخه به په سمدستي ډول د امريکا سفارت نه انتقالېږي، دا به وروستۍ مسله وي.

په عين حال کې د ټرمپ ادارې ته نږدې يوې بلې سرچينې رويټرز ته ويلي، تر دې دمه بيت المقدس ته د اسراييلو د پايتخت انتقالولو وروستۍ پريکړه نه ده شوې، ښايي دغه پلان بدل شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال وعده کړې وه، چې د امريکا سفارت به بيت المقدس ته انتقالوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړيواله ټولنه په بيت المقدس کې د اسراييلو د ملکيت دعوه په رسميت نه پېژني.

په ورته وخت کې د فلسطين واکمنې ادارې په فلسطين کې د اسراييلو د ملکيت دعوې رد کړي او د دغو کړنو په اړه يې خبرداری ورکړی، چې ناوړه پايلې به ولري.

د فلسطين د ولسمشر محمود عباس وياند نبيل ابو ردينه ويلي، د امريکا له خوا بيت المقدس د اسراييلو د پايتخت په توګه په رسميت پېژندل به د اسراييلو او فلسطين د سولې راولاړې شوې خبرې يوځل بيا له منځه يوسي.

فلسطينيان غواړي د بيت المقدس شرقي برخه د دغه هېواد راتلونکې پلازمېنه شي او د اسراييلو د هر ډول اشغال مخه ونيسي او هغې سره مخالفت کوي.

د محمود عباس وياند وايي، د اسراييلو او فلسطين تر منځ د اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره يواځينۍ د حل لاره د اسراييلو له خوا د بيت المقدس شرق سيمه د فلسطيني دولت د پايتخت په توګه په رسميت پېژندل دي.

اسراييلو په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د بيت المقدس شرقي سيمه ونيوله او بيا يې د خپلې خاورې پورې ونښلوله، هغه کړنه چې نړيوالې ټولنې تر اوسه په رسميت نه ده منلې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button