د بحرین ولیعهد ټرمپ ته د مرستې په امید دروغ وویل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۲ فرید افغان)

تیره ورځ د بحرین ولیعهد سلمان بن حمد آل‌خلیفه د ټرمپ سره په یوه غونډه کې وکتل او په خپل هیواد کې یې وروستي کړکچین حالات له امریکایي ولسمشر سره شریک کړل.
نوموړي وویل چې امریکا د تیرو سلو کلونو راپه دیخوا له دوی سره په هره برخه کې همکاري لري .
د بحرین هیواد چې له خپلواکي اخیستلو څخه یې ایله ۴۶ کاله تیریږي مشر یې د دې په خاطر چې د واشنګټن توجه جلب کړي د تیرې یوې پیړۍ د ملګرتیا دروغجنه ادعا وکړه.

آل خلیفه زیاته کړه چې د امریکایي ولسمشر ځانګړې پاملرنه غواړي او په وینا یې چې ‹‹ د بحرین ولس او حکومت له تیرو ۱۰۰ کلونو را په دې خوا د امریکا سره په نږدې اړیکو خوشاله دي››
د بحرین د ولیعهد دې خبرو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راپارولي یو شمیر کارونکو ویلي چې د عربي نړۍ واکمنانو او په تیره بیا بحرین هیواد ته امریکا یواځنی سرپرست ښکاري چې خپله بقا او ماتې د دوی په وجود پورې تړلې بولي.
ځینو بیا د بحریني مشر څرګندونې خندونکې بللې او ویلي یې دي چې ښایي د بحرین ولیعهد فکر کړی وي چې ټرمپ په هیڅ هم نه پوهیږي.
ځینو فعالانو ویلي چې د امریکا د غلامي طوق د لومړي ځل لپاره د سعودي واکمنو څیرو غاړې ته اچولی و ، چې اوس یې نور ملګري هم پر لاره روان دي.

د یادونې وړ ده چې بحرین هیواد ۱۹۷۱ کال کې د انګلیسانو په توطیه له ایران څخه خپلواکي واخیسته

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button