اسرائیل: په سوریه کې د ایران پوځي حضور د زغم وړ نه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۲ فرید افغان)
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یوځل بیا ګواښ کړی چې په ګاونډي هیواد سوریه کې د ایران د هر ډول پوځي حضور مخالف دي.
نوموړي پرخپله فسبوک پاڼه په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي چې هر هغه هیواد چې د یهودو ضد نظریه ولري دوی یې نه شي زغملی.
دا پیغام وروسته تر هغه نشریږي چې د سوریې د چارواکو له قوله تیره ورځ تلابیب د دمشق په ۱۴ کلیو متری کې د ایران ځواکونو د ‹‹قسوة›› په نامه اډه باندې له ځمکې نه ځمکې ته د “جریکو” په نوم توغندی وویشت چې د راپورونو تر مخه په دې پیښه کې ۱۲ ایراني عسکر ووژل شول.
ایران تر دې مهاله د یاد برید په اړه غبرګون نه ده ښوودلی.
اسرایلو هم د دې برید په اړه رسما څه نه دي ویلي
د قسوه په نامه اډه د جولان له لوړو نژدې ۵۰ کیلومتره واټن لري.



