ننګرها: جلال اباد ښار کې چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۲) نن له غرمې وروسته د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې مربوط د شيرزي لوبغالي ته څېرمه چاودنه وشوه، چې له کبله يې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کې ځای پرځای شوي و.
زياتوي، په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.
چاودنه په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر غني په ملاتړ په یوه غونډه کې سلګونه کسانو ګډون کړي وو.
يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وو، کله چې له غونډې خلک بېرته راوګرځېدل چاودنه وشوه او په خبره يې اووه تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه د چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.



