نورستان زده کوونکي وايي، پوهنې وزارت ورته درسي کتابونه نه دي ورکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۲) د نورستان ولايت يو شمير ښوونځيو کې د درسي کتابونو د نه شتون له کبله زده کوونکي او د دغه ولايت د پوهنې رياست شکايت کوي، چې د پوهنې وزارت له لوري ورته درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي.

د نورستان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال احسان الله محسن رسنيو ته ويلي، چې زده کوونکي درسي کتابونه نه لري او له دې امله ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د ولايت د پشکي لېسې زده کوونکي وايي، د کتابونو د نه شتون له وجهې ټول کال په يوه کتاب ګذاره کوي او د پوهنې وزارت له لوري د کتابونو په برخه کې ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

په عين حال کې د دغه ولايت د پارون سيمې د مرکزي دارالعلوم استادان وايي، د کتابونو د نه شتون له کبله د پوهنتون لپاره ډیری محصلين ناکامېږي.

تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې زده کوونکو په  ښوونځيو کې د درسي ټولګيو، کتابونو، مېزونو، څوکيو او ښوونکو د نه شتون نه سر ټکولی او شکايتونه يې کړي دي.

په داسې حال کې، زده کوونکي د درسي کتابونو له نه شتون نه شکايت کوي چې د روان کال په نومبر مياشت کې د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې د امريکا متحده ايالاتونو پراختيايي اداره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د دغه وزارت سره د کتابونو د چاپ او ويش په برخه کې مرسته کوي، چې نږدې ۷۵ ميليونه ډالره کېږي.

خو تر دې وړاندې افغان ولسمشر غني په يو شمير سياسي ناستو کې په پوهنې وزارت کې د پراخ فساد له شتونه سر ټکولی خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.

څه موده مخکې د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي وويل، په دغه وزارت کې د فساد ګڼ موارد موجود چې حکومت يې د مخنيوي هڅې نه دي کړي.

هغه په پوهنې وزارت کې د ولسمشر له لوري د فساد د يادونې په اړه وويل:د پوهنې وزارت په تدارکاتي او تخنيکي برخو، تعليمي نصاب، ګومارنو او د وزارت په ټولو برخو کې فساد شته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button