خانان به بیا سره خانان وي

جواد څارګر

دهیواد وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي، او کارتوني څېرې غواړې دپردیو په اشارو دهیواد وضعیت لا زیات پېچلی کړي.

دغربي اشغال له نس ټوکېدلي سیاسیون پر دې ګمارل شوي چې دهیواد حالات له بد، بدتر کړي، او غربي اشغال ته دتداوم، او ګاونډیانو ته دمداخلې زمینه سازه کړي.

په هیواد کې دټوپکمارو له لورې د واک ځانګړې جزېرې جوړې دي، او دنویمې لسېزې په څېر، هر ځواکمن ټوپکسالار دخپلې سیمې امپراتور دی.

ددې ټوپکسالارانو تر شاه بهرني هیوادونه، او په داخل کې دپوځ جنرالان او دپارلمان، او سنا غړي ولاړ دي.

دوی ټول دخپلو ګټو سوداګر دي، هر یو یې دتور بازار تجار دی، او دنظام سره هغه مهال مخالفت ته ملاوې تړي، کله چې دنظام دغټایټو له لورې په اختلاس شویو پیسو کې، دوی ته د اټکل خلاف منافع ورکړل شي.

دمصنوعي سیاسیونو له وروستنو بېړنیو سفرونو، او هلته دملت له نمائندګۍ هاخوا، دپردیو پر ګټو دشخصي نظرونو له څرګندونو ښکاري، شاید ملت دیو بل ناورین لور ته سوق کوَلای کېږي.

غربي تکنوکراتان او د اشغال له نسه زېږېدلي مصنوعي سیاسیون، موده کېږي لګیا دي ملت په توکمونو وېشي، سمتي تعصب ته هوا ورکوي، او ددې لوبې دبریا لپاره هره ورځ له یوه اتل جوړوي، او له بل بوتل.

ددې بدمرغه او پردي سیاست، او لوبې تاوان به ملت ګالي؛ ملت ته په کار ده په داسې حالاتو کې دمصنوعي سیاسیونو له څنګه ځان وساتي او دهیڅ یوه ډول ته اتڼ وانه چوي.

شپاړس کاله مو ددې کارتوني شخصیتونو ډوزې واورېدلې، یوه یې هم عملي نه شوه، نه چا دملت دسترخوان له نعمتونو ډک کړ، نه چا دملت پر ګټه سیاست وکړ.

برعکس دغریب ولس دلاس په تڼاکو ګټل شویو پیسو ته یې هم چل جوړ کړ، او په سلو کې لس یې دخپلو شخصي بانکونو حساب ته ترې تحویل کړې.

دپرون اتلان! د نن ډوزماران دي؛ دا خلک پرون هم ډوزماران ول، ځکه یې اتلان! کړي ول چې ډوزې یې دمشترکو ګټو لپاره وې، نن ځکه له اتلولۍ! وغورځېدل چې تجارتونه یې وغځېدل او هر یوه یې له بهرنیو سفارتونو سره جلا ـ جلا اړېکې پیدا، او ټېنګې کړې.

اوس یې هر یو ځان ته ډنګوي، هر یو دبهرنیو لپاره جلا ـ جلا پروژې پر مخ وړي، او هر یو له بهرنیانو غوښنه حق الزحمه وصولوي.

دملت خیر په دې کې نغښتی چې له مصنوعي سیاسیونو لېرې پاته شي، نور یې په غولونکیو شعارونو تېر نه وځي.

دوی پاخه یاران دي، نن خپلو ګټو سره پاشلي، په سبا چې بیا پر کومه مشترکه پروژه پېښ شول، بیا به څوک اتل! کړي او څوک دملت بابا!.

ملت ته دخلاصون یواځنۍ لاره دفساد د اصلي منبع، اشغالګرو دکاملې نابودۍ په پار، په یوه ږغ له را پورته کېدا بله نشته، ملت که د اشغال پر ضد یو مخیز قیام ونه کړي، پر سرنوشت به یې همداسې یو څو بدمخي نخرې او مسخرې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button