پاکستان کې د اوسېدو په اړه د افغان حکومت ادعا او د طالبانو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۹) وړمه ورځ د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګيلاني ويلي و، د طالبانو مشرتابه او ډېر نور مشران يې د هېواد په داخل کې دي، په خبره يې هغه کسان چې وايي طالبان په بل ځای کې دي هغوی کمزوري دي، زور يې نه رسېږي او د هغوی د بدنامولو لپاره پلمې کوي.

د نوموړي دغې څرګندونو ته د افغانستان د ملي امنيت رياست او د ګډ حکومت چارواکو توغند غبرګون وښود.

د ملي امنيت رياست په يوه اعلاميه کې د حامد ګيلاني خبرې غير مسولانه او د ملي ګټو سره په ټکر کې وبللې او زياته يې کړه چې د طالبانو مشران له ډيورنډ کرښې هغې غاړه په پاکستان کې پراته دي.

دغه راز د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله که څه هم په ښکاره ونه ويل چې طالبان چيرته اوسېږي خو زياته يې کړه چې دا ټولو خلکو ته روښانه ده.

په ورته وخت کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق هم د ګيلاني خبرې رد کړې او ادعا يې وکړه، چې د طالبانو کورونه د پاکستان په کوټه، پېښور او يو شمېر نورو ښارونو کې دي.

خو طالبانو د ګډ حکومت او افغان چارواکو ادعاګانې رد کړي او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې د هېواد له نيمايي زياته خاوره د دوی په واک کې ده، مشران يې په خپله خاوره کې ژوند کوي او د روان مقاومت رهبري له نږدې څخه کوي.

د لا زيات ارزښت له مخې د طالبانو د ويندوی قاري يوسف احمدي غبرګون کټ مټ نشر ته سپارو:

د دښمن ادعا چې وايي په پاکستان کي د اسلامي امارت د مشرانو کورنه دي او له دوی سره یې ادرسونه دي حقیقت نه لري

تیره ورځ د کابل ادارې او د کندهار ادارې چارواکو ادعاوې وکړی چې ګنې د اسلامي امارت مشران په پاکستان کې اوسي او په اصطلاح د هغوی د کورونو آدرسونه له دوی سره شته او ځينې نور افواهات.

موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، د اسلامي امارت مشران د خپل مجاهد ولس په متن او رأس کې قرار لري، د هیواد له نیمايي ډيره برخه يې په واک کې ده او روان جهاد رهبري کوي، حقیقت دادی چي دامریکا ، ناټو او لکونو داخلي ګوډاګیانو سره یې دا سخته او نا انډوله مقابله له بهرنیو هیوادونو څخه نه اداره کیدای شي او نه هم دا ډول پرمختګونه کولای شي.

مزدور دښمن، دا خبرې د دې لپاره کوي چې له خپل شکست او مایوسۍ څخه توجه په بله خوا واړوي اوداسي ښکاره کړي چې ګنې روان جهاد په پاکستان پورې اړه لري او یا د هغو په قومنده روان دی.

واقعیت دادی چې د اشغالګرو قوتونو په وړاندې جهاد د بادرکه او غیرتي افغانانو په قومانده، پلان او قربانیو پيل شوی او دوام لري، هرڅوک چې دغه ستره مبارزه او  ویاړمن جهاد په پردو پورې تړي هغوی نه تنها داچې امریکایانو ته خپله غلامي ثابتوي، بلکې زموږ له تاریخ او د دې خاورې له آزادۍ غوښتونکي هويت سره ملي خیانت اوستره جفا کوي.

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۱۴۳۹/۴/۲۲هـ ق

۱۳۹۶/۱۰/۱۹هـ ش ــ 2018/1/9م

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button