(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۲ فرید افغان)
د امریکا د دفاع وزارت یوځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې به خپل نظامي ځواک لا پیاوړی کړي.
د امریکایي پوځ د رسنیو د برخې مسؤل کریستوفر اوپارد ویلي، چې پلان لري په لنډ راتلونکي کې به دځانګړو ځواکونو سلګونه مشاورین افغانستان ته واستوي.
نوموړی وایي، داځواکونه د لومړي ځل لپاره افغانستان ته استول کیږي چې په خبره یې په تیر کې یې په نوره نړۍ کې د امریکا متحدو ځواکونو ته تریننګ ورکاوو.
د امریکا دپوځ ویاند ویلي چې داوس لپاره د یادې قطعې یواځې ۱۰۰ روزونکي افغانستان ته استوي او د راتلونکي لپاره به داشمیرې زیاتې کړي.
پر همدې مهال د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا هوډ لري افغانستان ته ۱۰۰۰ تنه اضافي پوځي سلاکاران واستوي.
ورځپاڼه زیاتوي امریکا به د دې ترڅنګ بې پېلوټه الوتکې او درنې وسلې هم افغانستان ته تر راتلونکي پسرلي پورې ورسوي.
بل پلو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه بیا د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې، په روانو څو میاشتو کې به د پیاده پوځي لیواګانو، مشاورینو، چورلکو، ځمکنیو نقلیه وسایطو په ګډون ګڼ نظامي تجهیزات او پوځونه افغانستان ته ورسیږي چې ورسره به جګړې لا زور واخلي.
امریکا داسې مهال د پوځونو او تجهیزاتو د ډیرولو خبر ورکوي چې تیره ورځ یې دبهرنیو چارو وزارت د امنیت له پلوه افغانستان څلورمه درجه هیواد وباله او خپلو اتباعو ته یې لارښوونه وکړه چې دې هیواد ته له سفر کولو ډډه وکړي

















