دفاع وزارت:بیاهم وایو، د دستاربندۍ په غونډه کې ټول وژل شوي کسان ،طالبان و

(کابل ټکی کام ۲۳۹۷ وری ۱۴ )

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش یوځل بیا وویل چې د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په مدرسه کې تول وژل شوي کسان وسلوال طالبان و.
په یاده بمباري کې تر سلو ډیر کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډیر ټپیان شول چې له ډلې یې لسګونه تنه ماشومان و.
رادمنش ویلي، په یاده بمبارۍ کې ۱۸ تنه طالب قوماندانان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
نوموړي یوځل بیا ویلي چې دا بمباري یې د خپلو ځواکونو لویه لاسته راوړنه وه.
طالبانو بیا هم د دفاع د وزارت د ویاند خبرې رد کړې او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي “ټول کندزي ولس شاهد دی چې برید په دیني مدرسه او د دستار بندۍ په غونډه شوي، چې له مجاهدینو سره يې هيڅ تړاو نه درلود، شهيدان هم اکثره ماشومان دي“

طالبانو همداراز ویلي چې ‏“مجاهدین بیا خصوصا مسئولین د امنیتي دلائلو له امله کله هم په داسې لوی او ولسي غونډو کې ګډون نه کوي“.
طالبانو د دفاع وزارت د ویاند ادعا د خپل جنایت د پټولو هڅه بللې او ویلي یې دي “جنایت کار دښمن غواړي د خپل جنایت د توجیه کولو لپاره پيښه د مجاهدینو په وړاندې خپل عملیات وښيي او د ټولو افغانانو په سترګو کې خاورې وشيندي“
پخواني ولسمشر، د مشرانو جرګې غړو ، مدني فعالانو کندوزي ولسونو داپیښه ستر بشرضده جنایت بللی او غندلی یې دی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال آصف صدیقي ویلي؛ د معلوماتو له مخې د کندوز په دشت ارچي کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button