نصیب ځدراڼ
د کندوز په پیښه دومره څه ولیکل شول چي فکر کوم نور څه لیکلو ته یې ضرورت نشته. په ټول افغانستان کي یو ویر او غم دی. د کندوز د شهیدانو مور پلار به د بچیانو غم په سینه کې د سور انګار غوندې ګرځوي او متفکر صیب او ملګري به یې دا فکر وکړي چې ومو ډار کړل او نور به په سکون سره په دوی واکمني کوو.
زموږ مشران کیسې راته کوي چې د نور مامد تره کي په وخت کې د اسلامپالو ژوند ډیر سخت وو، داسې کورنۍ نه ده پاتې چې له کوره یې د محصل، معلم، عسکر، طبیب، دوکاندار او دولتي مامورینو په شکل کې اسلامپال شهیدان نه وي ورکړي.
خلقیانو دا فکر کاوه چې دا یو څوک خلک دي، په وژلو به ختم شي، په بې رحمۍ سره یې افغانان د اشرارو او ورانکارو په نوم ووژل. غرور یې دې ځای ته رسیدلی وو چي د شهیدانو مړي به یې کورنیو ته نه ور سپارل او په ډله ایزو قبرونو کې به یې خاور ته وسپارل. ډاکټر نجیب په وطن ګوند جوړولو سره هڅه وکړه چې د کمونستانو جنایتو ته پرتوګ وکړي خو نه وشوه ډاکټر نجیب په دار شو او خلقیان او پرچمیان څوک اروپا او ماسکو ته او څوک هند ته وتښتیدل.
د اوسني حالات چي وینم د طالب، ترهګر او د پنجابي په نوم د افغانانو قصابي بیا روانه ده، زندانونه ورباندې ډک دي. په کورو کې غیر محفوظه دي او بې پیلوټه یې په نښه کوي. په پوهنتون کې وژل کیږي په مدرسو کې بمباریږي او بیا ډیر په غرور سره دولتي چارواکي دا خبر وکړي چي دا بمبار امریکایانو نده کړی بلکې مونږ کړی دی.
(د دفاع وزارت سرپرست محمد رادمنش پرون رسنیو ته وویل د کندوز هوایي برید مونږ کړی دی)
حال دا چې د کومې ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره چې دوی د افغانانو قصابي پیل کړې ده هغه هم دا اجازه نه ورکوي چي پرته له عدالت او محکمې دي کوم انسان و وژل شي. نه دیني قوانیو کي دا خبر شته نه نړیوال قانون دا اجازه ورکوي.
خبره راټولوم د نور مامد تره کي د کودتا نه ورسته د نجیب تر مرګ پوری دواړو ډلو ته درنه مرګ ژوبله و واښتله. زخمیان، معیبوین او مړه شول. خو تر اوسه به تاسي داسي څوک نه وي لیدلي چي د خلقي یا پرچمي قبر ته ولاړ وي او دعا ورته کوي. یا یې بچیان ډیر په ویاړ سره دا خبر وکړي چې زما پلار خلقي وو او په کمونستي نظام کي یې قربانې ورکړه.
خو د مجاهدینو قبرونه تر اوسه معلوم دي. وارثان یې دعاګانې ورته کوي او اولادونه یې ډیر په افتخار سره وایي چي زما پلار مجاهد وو او د روسانو او خلقیانو په ضد جهاد کې په شهادت ورسیدو.
تاریخ عجب تکراریږي. ځیني افغانان بیا ځیني د ناټو د عسکرو تر څنک ډیر په غرور سره ولاړ دي او ځانو ته د وطن ساتونکي وایي او ځینو تر ځانونو بمونه تړلې او له ځانو یې د ژیړو بوشکو انجینران جوړ کړي دي او ځانو ته د اشغالګرو دوښمنان وایي. چې طالب شهید شي په جنازه کی یې سلګونه او زرګونه افغانان وي. اربکی یا عسکر چي و وژل شي نو د جنازې ملا یې هم نه پیدا کیږي او کله کله عسکر ګیله هم کوي چې ملا مي جنازه نه کوي.
نو جنابه ملا څنګه ستا جنازه وکړي چي ته یې دومره هم نه پریږدي چي دي ملا شي؟
د دستار بندۍ په مراسمو امریکایي بمونه اوروي او بیا ډیر په افتخار سره وایي چې دا امریکایانو نه، موږ کړی دی؟
عسکره ستا جنګ د ډلې سره نه د ملت سره دی بلکې د حقپال ملت سره دی، د اسلامپال ملت سره دی او له یوې مفکورې سره دی.
جسدونه خاورې کیږي مفکوره نه خاوره کیږي. ستا بمونه به ختم شي خو د اسلامي مفکورې خاوندان به نشي ختم. ته یو شرمونکی تاریخ جوړوې. ستا نوم به د تنکیو زده کونکیو د قاتل په حیث یادیږي او اولاد به دې له شرمه خلکو ته وایي چې پلار مې د امریکایانو په کونجاړه خوري کې مړ و او ملا یې جنازه نه کوله.


















