(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۸)
راپورونه وایي چې نا معلومو وسلوالو د پاکستان په باجوړ ایجنسۍ کې پر یوه تبلیغي ډله برید کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې.
د مامندو سیمیز قومي مشر ملک شاه ولي خان مامند رسنیو ته ویلي؛ د یادو تبلیغانو ډله د ډمبرۍ له کلي څخه د ‘ ملنګي ‘ په نامه یو ګاونډي کلي ته په سه روزه وتلې وه، چې تیره شپه د پیشنمي پر مهال تر برید لاندې راغلل.
د پولیټیکل ایجنټ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې ۱ تبلیغي وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په یاده ایجنسۍ کې د ملک امان الله په نامه د سیمې یو قومي مشر په یوه چاودنه کې ژوبل شوی و.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په دې هیواد کې مذهبي تعصبات او توکمیزو شخړو یو ځل بیا زور اخیستی او هره ډله هڅه کوي خپل مخالف لوری د وسلوال مقاومت له لارې را وپرزوي.


















