لیکنه: اولیاء عمري
نن مې وای ګل غوندي اکا شهید شو بل، وایي نن مې تر ګلاب نازک ورور د شهادت لوړ مقام تر لاسه کړ، بل وایي پلار مې ظالمانو راته په شکنجو شهید کړ، بل وایي په نه څه مې وراره شهید کړل شو، بل وایي د نه تداوي له کبله مې بندي جانان شهادت ته مرحبا ووې.
والله دا څه حال دی داسي کور په وطن کې نه لرو چې ارام او په اریش کې یې ژوند روان وي ضرورةً یې د کور یو غړی نه یو غړی د روان کړکېچ له کبله ژوند له لاسه ورکړی وي.
دلته اولًا د دغو بدبختیو او ناخوالو جرړه اشغال دی هغه اشغال چې په وچ زور او د ډالرو په مټ یې پلیت او ناروا خلک (کابل اداره) په مظلومو افغانانو مسلطه کړي.
اشغال هغه څه دی، چې زمونږ واړه ماشومان یې له کبله بې تعلمه او بې پلاره شول او اوس په پاټکونو، سرکونو سرګردان ولاړ یوه او بل موټر او دوکان ته منډې وهي او له موټروانانو او دوکاندارانو د خیر او خیرات لپاره خپل ګل غوندي ګلالی لاس اوږدوي، د تر څو په کور کې یې مریضه مور او ماشومه خور له خوراک څخه برخمنې کړي.
سپین سارې راوتې وي او څېرې ټیکری (پړونی) یې په سر او زړې او بدلې بدلې چوَټې یې په پښو یو کونج ته ناسته وي یا هم سرګردانه د غریبۍ کچکول ګرځوي، تر څو دغه د اشغال له امله کونډه شوې مینده خپلو ماشوم یتیمانو ته ماښام دوه ټوکه مړۍ ورسوي، هغه وږی اولاد موړ کړي.
اشغال مونږ ته څه کانې نه را وکړې؟ او وینو چې لا هم د بد بختیو په لور درومو، او هره ورځ د یو چا ورور، د یوې ښځې مېړه، د یوې بیا ورور او یوې بلې زوی د اشغالګرو او د هغوی په لاس روزل شوو پلیتو ځناورو په ظلمونو شهیدیږي او ځوریږي.
کومې پروژې دلته اشغال نه کړې عملې؟ او کوم څه یې په افغانانو ونکړل؟
آیا دا به مونږ تر څو همداسي یو؟ او آیا مونږ به د دغو پلیتو اشغالګرو په دسیسو تر څو وژل کیږو؟
مونږ به تر کومه په هغه چا پسې د اشغالګرو د دسیسو او جړلو په زور بد رد او پوچ، درواغ او تهمتونه وایو، کوم څوک چې د دغو اشغالګرو په خلاف خپل سر په لاس کې ګرځوي، او د افغانانو د ژغورنې په خاطر یې د قربانۍ میدان ته را دانګلي دي؟!.
هغه څوک چې اول یې له هغو پلیتو خلکو او پاټکیانو چې د ظلمونو اوج یې پار کړی وو، څخه افغان ملت خلاص کړ او به یوه برقراره او مأمون اسلامي نظام کې یې خوندي وساتی.
او له هغه ورسته همدغو څو سپیڅلیو زلمو د اشغالګرو په وړاندې د مظلوم افغان ملت لپاره خپلې ګل غوندې سینې سپر کړې او آن دا دی ۱۸ کاله وشول چې لا هم د افغان ملت د دفاع په خاطر یې خپله شپه او ورځ لله في الله یوه کړې او د کفر او د کفر د ثمرو په خلاف یې کلکه نظامي او عقیدوي مبارزه روانه کړې.
لږ فکر او غور چې وکړل شي او په حقایقو سترګې روڼې پاته شي او له کینه، بغضه او ضدیت څخه کار وانه خستل شي نو د دغو کسانو مخالفینو ته به لکه لمر داسي روښانه شي، چې دغه واړه خلک د څه او د چا لپاره او ولې دومره کلکه مبارزه کوي.
هغه سپیڅلي خلک څوک دی؟
دا خلک نړۍ وپیژندل او افغانانو په زړونو کې ورته ځای ورکړ، نا بلکې زړونه یې وګرځول ځکه دوی د افغانانو زړونه وګټل.
هغه خلک زمونږ په ټولنه کې په طالب مشهور دي او د طالب په نوم غږول او نومول کیږي او د طالب په ژبه ناسته ولاړه کوي او ریښتیا یې هم د رب ریشتونې رضا په طلب کې وه او ده، چې حاصله یې هم کړه.
مايو ٣٠,٢٠١٨


















